د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپلو قونسلي چارو د بیرته فعالولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت تیره شپه ناوخته نومبر ۳۰ (لېندۍ ۹) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د دغه هیواد د قونسلۍ چارې به په کابل کې د سعودي عربستان په سفارت کې د نومبر میاشتې له ۳۰ وروسته بیرته پرانیستلي وي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي:"د سعودي عربستان حکومت د خپلو هڅو په لړ کې د افغانستان وروڼو ولس ته په کابل کې د سعودي عربستان په لوی سفارت کې د ټولو قونسلګریو فعالیتونه ۲۰۲۱/۱۱/۳۰ نېټې پیلوي."
انطلاقاً من حرص حكومة المملكة العربية السعودية على تقديم كافة الخدمات القنصلية للشعب الأفغاني الشقيق، فقد جرى افتتاح القسم القنصلي بسفارة المملكة العربية السعودية في كابل اعتباراً من تاريخ ١٤٤٣/٤/٢٥هـ الموافق ٢٠٢١/١١/٣٠م pic.twitter.com/Zet1uvjpAx
— وزارة الخارجية 🇸🇦 (@KSAMOFA) November 30, 2021
پر همدې مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم ویلي چې تیره ورځ د سعودي عربستان یو ۱۴ کسیز دپلوماتیک ټېم د خپلو قونسلي چارو بیرته فعالولو لپاره کابل ته رسېدلی دی.
نوموړي زیاته کړې: "مونږ دوی ته ښه راغلاست وايو، د سعودي حکومت دغه نيک اقدام ستايو او د ښو اړيکو پيلامه يې بولو."
په افغانستان کي د سعودي عربستان سفارت ١٤ كسيز ديپلوماتيک تيم نن سه شنبه ۳۰ نومبر کابل ته راستون شو، او په خپل سفارت کي یې قونسلي خدمات افغان ولس ته پيل کړل. مونږ دوی ته ښه راغلاست وايو، د سعودي حکومت دغه نيک اقدام ستايو او د ښو اړيکو پيلامه يې بولو. pic.twitter.com/GHJhOd0Hxd
— Abdul Qahar Balkhi (@QaharBalkhi) November 30, 2021
پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته ګڼو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه بند او یا یې هم قطر ته انتقال کړل.
خو طالبانو واک ته له رسېدو وروسته ټولو هیوادونو ته د امنیت ډاډ ورکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې بیرته کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.
د سعودي عربستان پاچا له دې سره هم مهاله د افغانستان د بشري وضعیت د بحث په اړه د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو فوق العاده غونډ هم رابللې ده.
افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو بیرته پرانیستل
چین، پاکستان، ایران، ترکیه، قطر او روسیه له هغو هیوادونو څخه وو چې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته په کابل کې خپل سفارتونه نه و بند کړي.
تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد همدارنګه خبر ورکړی و چې متحده عربي اماراتو هم په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیستلی دی.
بلخوا ویل کیږي چې هند هم په افغانستان کې د خپل سفارت پر بیرته پرانیستلو باندې غور پيل کړی دی.