سعودي عربستان له کاناډا نه خپل ۱۶زره محصلین وباسي

د سعودي عربستان او کاناډا ترمنځ د ښځو د حقونو پر سر راولاړ شوي کړکیچ په نتیجه کې ریاض خپلو ١٦ زرو محصلینو ته له کاناډا نه د وتلو امر کړی.

سعودي مقاماتو د خپلو دغو ١٦ زرو محصلینو د سکالرشپونو د لغو کولو تر څنگ هغوی ته ویلي چې له کاناډا دې ووځي او بل چیرته دې ځانته تعلیمي بورسونه او پروګرامونه پيدا کړي.

د سعودي دغه اقدام د هغه دیپلوماتیک کړکیچ په نتیجه کې اخیستل کیږي چې د کاناډا سفیر له سعودي عربستان نه غوښتي و چې د بشري حقونو ښځینه مبازینې دې د بند نه خوشې کړي. دې کار د سعودي چارواکي په غصه کړي.

په همدې حال کې د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د سعودي عربستان پدې اقدام اندیښنه لري خو زیاتوي چې د بشري حقونو، د میرمنو د حقونو او د بیان د آزادۍ په هکله پخپلو څرګندونو ولاړ دي.