د سعودي د ترهگرۍ ضد پلان او د اسلامي هیوادونو پوښتنې

د سعودي د ایتلاف یو شمیر غړي وایي دوی په لیست کې د خپلو نومونو په لیدلو حیران شوي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهگرۍ ضد مبارزې پوځي ایتلاف چې یواځی سني مذهبه هیوادونه په کې گډون لري په یو شمیر اسلامي هیوداونو کې ورته د شک او تردید په سترگه کتل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په کابل کې د ایران له سفیر محمد رضا بهرامي سره په کتنه کې ویلي دي چې افغانستان به له هر اړخیزې ارزونې او غور وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهگرۍ ضد ایتلاف سره د پیوستون لپاره خپل موقف اعلان کړي.

که څه هم چې د افغاني او ایراني مقاماتو د نننۍ خبرو انگیزه په اقتصادي او امنیتي چارو کې د کابل او تهران ترمنځ پر همکارۍ بحث او خبرې گڼل شوي خو داسې بریښي چې په ایران کې د شیعه گانو پر مشرۍ حکومت د سني مسلمانانو په دغه ایتلاف کې د خپل ختیځ گاونډي په پیوستون اندیښنه درلودلې ده.

له دې دمخه په کابل کې د سعودي عربستان سفیر عبدالرحمان الغاصب د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره په کتنه کې له افغانستان څخه په رسمي توگه په دې ایتلاف کې د گډون غوښتنه وکړه.

له بلې خوا په داسې حال کې چې ددغه نوي ایتلاف غړو هیوادونو دغه پلان ستایلی، د همکارۍ د ابعادو په اړه پوښتنې رامنځ ته شوي دي. همداشان دا هم څرگنده نه ده چې ددې هیوادونو پوځ به تر کومې اندازې پورې په مبارزه کې ښکیل شي.

همداشان ددې کار لپاره د سعودي عربستان د انگیزو په هکله شکونه شته چې دا ایتلاف یواځې د سني اسلامي هیوادونو څخه جوړ شوی چې د یو شمیر منتقدینو په اند دا کار یواځې د اسلامي دولت د ډلې په څیر غورځنگونو د تقویی سبب کیږي. سعودي عربستان د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د داعش ضد ایتلاف غړی هم دی، خو ددې هیواد همکاري تر اوسه محدوده وه.

دغه پلان امریکایي او روسي چارواکو ته هم یوه نوې او ناڅاپي خبره وه ځکه دوی یې په اړه له رسنیو څخه خبر شول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف په همدې اونۍ کې د امریکایي سیال جان کېري سره په گډ خبري کنفرانس کې وویل "مونږ تمه لرو چې یو لړ مشرح معلومات به ددې پروسې له ملاتړو څخه ترلاسه کړو."

دا په داسې حال کې دي چې د سعودي د ایتلاف یو شمیر غړي وایي دوی په لیست کې د خپلو نومونو په لیدلو حیران شوي دي.

پاکستان لا تصمیم نه دی نیولی

د پاکستان د بهرنیو چارو ویز اعزاز چودري خبریالانو ته وویل هغه حیران شو کله چې یې ولوستل چې سعودي عربستان پاکستان د خپل ایتلاف غړی اعلان کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل الله د امریکا غږ ته وویل چې هیواد یې لا تصمیم نه دی نیولی " په دې ایتلاف کې د گډون لپاره وروستی تصمیم لا نه دی نیول شوی، پاکستان به په رسمي توگه خپل تصمیم اعلان کړي."

د نړۍ د ستر اسلامي هیواد اندونیزیا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې د دوی هیواد هم د سعودي په پلان حیران شوی دی.

هغه په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر سره د د جمعې په ورځ خبرې وکړې او هغه یې د "سختدریځۍ او ترهگرۍ ضد د هم آهنگۍ د یو مرکز نه د یو پوځي ایتلاف" د تصمیم په هکله خبر کړ.

اندونیز ددې اتحاد سره پیوستون اعلان کړی خو تر اوسه یې غړی نه دی.

د بنگله دیش چارواکو ویلي دي چې دوی نه پوهیږي چې په وړاندیز شوي ایتلاف کې به یې رول څه وي.

ترکیې او مصر د نوي ایتلاف هرکلی کړی

له بلې خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دغه اتحاد غواړي د ترهگرۍ ضد جگړې لپاره پوځي، استخباراتي او ایدیالوژیکي هڅې سره هم آهنگې کړي. هغه زیاته کړې چې د دوی په اند دا غونډه سمې لور ته یو مهم گام دی.

په مصر کې د الاظهر اسلامي ټولنې په دې ایتلاف خوښي څرگنده کړې او له ټولو اسلامي هیوادونو یې غوښتي چې په دې ایتلاف کې گډون وکړي.

خو د عراق د کردستان په سیمه کې چیرته چې کردي جنگیالي د داعش پر ضد جگړه کې مرکزي رول لوبوي، خلک ددغه نوي ایتلاف په اړه شکمن دي.

د پالیسیو د چارو یو کردي کارپوه د امریکا غږ ته یولي چې "دا اتحاد به حالات نور هم مغلق کړي."

د ترهگرۍ ضد د ٣۴ هیوادونو دغه ایتلاف کې یواځې سني مذهبه هیوادونه شامل دي.

شیعه گڼ میشته هیواد ایران چې د ایتلاف غړی نه دی د سعودي عربستان په نوښت ناخوښي څرگنده کړې.