سعودي کې د عالمانو د کنفرانس اعلامیه به له کعبې شریفې خپره شي

د افغانستان د سولې په تړاوو په سعودي عربستان کې اسلامي هیوادونو د شاوخوا سلو دیني عالمانو برخه اخیستې ده.

د افغانستان د سولې او امن په تړاوو د اسلامي هیوادونو د کنفرانس د غړو هیوادونو د دیني عالمانو په دوهمه ورځ یعنې نن مازدیګر (د چنګاښ ۲۰ مه) به یوه اعلامیه خپره شي، چې په کې به د جګړې له اړخونو د سولې د خبرو د پيل غوښتنه وشي.

په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې او امن په تړاوو ددې کنفرانس نن دوهمه او وروستۍ ورځ ده، د اسلامي نړۍ شاوخوا سل دیني عالمان، چې په دې کنفرانس کې یې ګډون کړی، نن د چهارشنبې په ورځ له جدې مکې مکرمې ته ځي او د عمرې له اداء کولو وروسته به دا دیني عالمان د مسجد الحرمین الشریفین له انګړ د قصر الضیافة نه بهر دغه دوه ورځیني کنفرانس اعلامیه خپره کړي.

ټاکل شوې ده، چې دغې اعلامیې د اعلان په مهال به د افغانستان د عالمانو د استازي ترڅنګ، د اسلامي هیوادونو د کنفرانس مشر او د سعودي استازی د غونډې په ځای کې ویناووې هم وکړي.

د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاء الرحمن سلیم امریکا غږ اشنا راډیو وویل چې دا اعلامیه به د افغانستان د جنګ په حرمت متمرکزه وي.

ښاغلي سلیم زیاته کړه" پدې اعلامیه کې په سوله تاکید شوی، انفجار او انتحار چې زمونږ خلک ترې زوریږي هغه حرام بلل شوي دي".

د پاکستان د عالمانو هئيت

پدې کنفرانس کې د ګډون لپاره د پاکستان نه پنځلس دیني عالمان بلل شوي وو، خو یوازې ډاکټر قبله عیاض چې د پاکستان د نظارتي اسلامي کونسل مشري کوي ګډون کړی دی.

ښاغلي عیاض له امریکا غږ اشنا تلویزیون او راډیو سره په مرکه کې وویل چې د پاکستاني پاتو عالمانو نه ګډون مختلف لاملونه درلود، درې دېني عالمان د سیاسي ملحوظاتو له امله او پاتې نور د تخنیکي ستونزو له امله چې عمده یې په پاکستان کې ټاکنې دي ګډون ندی کړی.

قبله عیاض وویل "پاکستان کې دیني عالمانو سره باید تماسونه ونیول شي، ځينې هلته داسې شته چې وايي په افغانستان کې جګړه رواء ده دوی د سولې دا منصوبې د امریکا بولي خو ترقۍ پسنده خلک بیا دا غواړي، چې طالبان دې جګړه ودروي، جمهوريت لپاره دې کار وکړي پارلمینټ ته دې لاړ شي او خبرې اوکي".

که څه هم پدې کنفرانس کې د پاکستان د عالمانو شتون لږ وو، خو له ایران څخه اصلا هیڅ دیني عالم کنفرانس ته ندی بلل شوی.

د موریتانیا او مصر د دارلافتاء مشران مفتیان بیا په طالبانو د سولې د خبرو د پیل غږ کوي.

د مصر مفتي شوکه علامي وویل" بې له شکه دې کنفرانس ته راغلي ټول دیني عالمان پدې اقرار کوي، چې مصالحه یو شرعي واجب دی، له ټولو خواوو نه غواړو چې دې شرعي نصوصو ته غاړه کیږدي، قران کریم او پیغمبر ص خلک امن او سلام ته رابللي دي".

د سعودي عربستان د عالمانو دا کنفرانس پرون پيل شوی دی او تېره شپه د افغانستان د ولسمشر په استازیتوب دغو دیني عالمانو ته یوه میلمستیا هم د جدې ښار په الحیاة هوټل کې ترتیب شوې وه.