سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره یوه ښځه فضا ته استوي 

سعودي ستورمزلې ریانا برناوي

ټاکل شوې چې سعودي عربستان د روان کال په وروستیو کې خپله لومړنۍ ستورمزلې فضا ته واستوي.

د سعودي عربستان د دولتي رسنیو د راپور له مخې ددې هیواد شاهي دولت غواړي پدې کار سره خپل خورا محافظه کاره دریځ بدل کاندي.

د سعودي رسمي خبري اژانس د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی و چې ریانا برناوي، به د سعودي نارینه ستورمزلي علي القرني سره یوځای د ۲۰۲۳ کال په دویمه نیمایي کې په نړیوال فضایي سټیشن (ISS) کې ماموریت ترسره کړي.

دا خبر د سعودي عربستان د فضایي چارو کمیسیون په رسمي ټویټر کې هم خپور شوی.

د سعودي خبري اژانس ویلي چې د سعودي عربستان فضانوردان به "د AX-2 فضايي ماموریت له عملې سره یوځای شي" او فضا ته دغه الوتنه به "له متحده ایالاتو څخه کېږي".

د تیلو دغه بډایه هیواد به د خپل ګاونډي هیواد متحده عربي اماراتو ګام تعقیب کړي چې په ۲۰۱۹ کې لومړی عربي هیواد شو چې خپل یو تبعه یې فضا ته واستوه.

د متحده عربي امارانو فضانورد حزاء المنصوري اته ورځې په نړیوال فضایي مرکز ISS کې تیرې کړې او ټاکل شوې چې یو بل امارتي ستورمزلی سلطان النیادي به هم د دې میاشتې په وروستیو کې فضایي مرکز ته سفر وکړي.

۴۱ کلن نیادي به د اسپیس ایکس فالکن-۹ راکټ په واسطه فضا ته ولاړ شي او لومړی عربي ستورمزلی به وي چې شپږ میاشتې به په فضا کې تیروي.

د خلیج شاهي دولتونه په دې لټه کې دي چې د مختلفو پروژو له لارې خپل په انرژي متکي اقتصادونه متنوع کړي.

د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان هم هڅه کوي چې د اصلاحاتو له لارې د سلطنت سخت دریځه موقف بدل کړي.

په ۲۰۱۷ کې واک ته د هغه د رسیدو راهیسې، میرمنو ته د نارینه سرپرست پرته د موټر چلولو او بهر ته د سفر کولو اجازه ورکړل شوې او په کاري ماهول کې د ښځو تناسب له ۲۰۱۶ راهیسې دوه برابره زیات شوی، چې له ۱۷ سلنې څخه ۳۷ سلنې ته لوړ شوی دی.

په هرصورت، فضا ته د سعودي عربستان دا هڅه لومړنۍ نده. په ۱۹۸۵ کې، د سعودي د هوايي ځواک پیلوټ، شهزاده سلطان بن سلمان بن عبدالعزیز، د متحده ایالاتو لخوا په تنظیم شوي فضايي ماموریت کې برخه واخیسته او لومړی عرب مسلمان شو چې فضا ته یې سفر وکړ.

په ۲۰۱۸ کې، سعودي عربستان یو فضایي پروګرام جوړ کړ او تیر کال یې فضا ته د فضانوردانو د لیږلو لپاره بل پړاو پیل کړ، چې د اقتصادي تنوع لپاره د شهزاده سلمان د ۲۰۳۰ د لرلید د اجنډا یوه برخه ده.