د داعش پر ضد د امریکا او سعودي نژدې همکاري

ښاغلی خلیلزاد وایي په سیمه کې د قواو د انډول په خاطر امریکا د سعودي عربستان او اسرائیل په شان هیوادونو نه خپل ملاتړ زیاتوي

سعودي عربستان وایي د اسلامي دولت د ډلې پر ضد جگړه کې د امریکا د متحده ایالاتو سره خپله همکاري زیاتوي.

د سعودي مقاماتو دغه اقدام له یوې خوا پر ریاض باندې د فشار نتیجه ده او د بلې خوا د امریکا د نوي حکومت سره د سعودي د تودو اړیکو او د ایران په هکله د دواړو هیوادونو د گډې اندیښنې ښکارندوي هم کوي.

واشنگټن ته د سفر پر وخت د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د امریکا پر مشرۍ د داعش پر ضد جگړه کې د سعودي عربستان موقف روښانه کړ. ښاغلي الجبیر ویلي چې هیواد یې د داعش ضد ایتلاف سره خپله همکاري پراخوي.

د سعودي مقاماتو په ونیا په سوریه کې د امریکا وروسته سعودي دوهم هیواد دی چې زیات هوایي ماموریتونه پرمخ بیایي. د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د ٢٠١۴ د اگست نه د مارچ تر ٢٨ پورې ایتلافي قواو په سوریه کې ٧٨۴٠ هوایي بریدونه کړي دي.

غیر پوځي هڅې

سعودي مقامات همداشان وایي د داعش ډلې ته یې د سعودي د پیسو د ورکولو او ددغې ډلې د جلب او جذب مخنیوی کړی دی.

د داعش د مالي سرچینو د شنډولو لپاره ایتلاف په ٢٠١٥ کې جوړ شو چې امریکا، ایټالیا او سعودي یې مشري کوي. په واشنگټن کې د سعودي عربستان د سفارت خبر پاڼه لیکي چې د دوو کلونو راهیسې یې د ٢٨٠٠ کسان د ترهگرۍ په تور توقیف کړي دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د ښاغلي تلرسن سره د روغبړ پر وخت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د داعش ضد ایتلاف سره د سعودي همکاري تائیدوي. یو دلیل چې امریکا د سعودي په "مهم رول" باندې ټینگار کوي ښایي دا وي چې د داعش د ډلې پر ضد د سعودي پوځ له جگړې دمخه ریاض د داعش رامنځ ته کیدو ته د زمینې په برابرولو تورن دی. منتقدین وایي چې ریاض د داعش ډلې ته د یو شمیر سعودیانو د نغدو مرستو د لیږلو د مخنیوي لپاره جدي هڅه نه ده کړې.

په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر او ځانگړی استازی زلمي خلیلزاد د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې "د مختلفو دلایلو له مخې سعودي د افراطي ډلو سره مرسته کړې او په دې کې هیڅ شک نشته." ښاغلي خلیلزاد دا هم ویلي چې" سعودي په دې خبره اعتراف هم کړی دی".

په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر او ځانگړی استازی د امریکا غږ سره د مرکې پر وخت

خو ښاغلی خلیزاد دا هم وایي چې "د سعودي پاچا او د هغه زوم – د ولیعهد مرستیال – په څرگنده ویلي دي چې دوی سني افراطیان خپل ځان ته گواښ گڼي". د ښاغلي خلیلزاد په وینا دوی عصري فکر لري او د افراطي ډلو نه فاصله نیسي، خو د هغه په وینا "د دوی پخوانیو ناصافو کړنو ته په کتلو سره دا کار ښایي وخت ونیسي".

سیمه ییز کړکیچ

د جان هپکنز د څیړنیز مرکز کارپوه عباس خادم وایي سعودي هڅه کوي چې خپل ځان پاک کړي. هغه وایي یو دلیل چې سعودي غواړي د امریکا پر مشري د داعش ضد ایتلاف سره خپله همکاري پراخه کړي دادی چې د سعودي عربستان سني قواوی له یوې خوا په سوریه کې د سني مذهبه داعشیانو پر ضد او له بلې خوا په نورو سیمه ییزو لانجو (یمن، بحرین) کې د هغو ملیشه ډلو په ضد جنگیږي چې ایران یې ملاتړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو نوی حکومت

د حکومت په لومړیو دوو میاشتو کې ښاغلي دوانلد ټرمپ د سعودي مشرانو سره څو ځلی مهم تماسونه ونیول او د سعودي سره یې نژدې همکارۍ او شراکت ته لیوالتیا په ډاگه کړه. سعودي د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما د حکومت سره د ایران د موضوع پر سره ښه اړیکې نه درلودې.

ښاغلی خلیلزاد وایي د ایران پر ضد د دونالد ټرمپ جدي موقف د سعودي او امریکا همکارۍ ته زمینه برابره کړه "دا اداره له دې ډاریږي چې ایران ډیر برلاسی شوی او دا کار د ملیشه ډلو نه په ملاتړ او د دولتونو په کمزوري کیدو سره سیمه بې ثباته کوي او دا چانس زیاتوي چې د قدرت خلا رامنځ ته شي چې دا د ترهگرۍ ودې ته زمینه برابروي".

ښاغلی خلیلزاد زیاتوي، ددې لپاره چې په سیمه کې د قواو انډول رامنځ ته شي " د امریکا متحده ایالات د سعودي عربستان او په سیمه کې د اسرائیل په شان نورو هیوادونو نه خپل ملاتړ زیاتوي."