ټرمپ په لمړي بهرني سفر کې سعودي ته ځي

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د مارچ په میاشت کې په سپینه ماڼۍ کې د سعودي د دفاع وزیر سره د کتنې پر وخت

ریاض د امریکايي ولسمشر د ښه راغلاست او دوه ورځني سفر لپاره خاص تدابیر نیولي.

سعودي عربستان هڅه کوي چې هغه هیواد ته د دونالد ټرمپ د لومړني سفر پر وخت د امریکا ولسمشر تر اغیز لاندې راوړي او ځان د یو نړیوال عمده لوبغاړي په توگه وروپیژني.

سعودي عربستان ته د ښاغلي ټرمپ د دوه ورځني سفر پر وخت ریاض شانداره مراسم نیولي دي او په دې خاطر یې په انگلیسي ژبه یوه ځانگړې ویبپاڼه هم پرانیستې ده.

د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې د ښاغلي ټرمپ تصمیم چې د خپل بهرني سفر په پیل کې لومړی سعودي عربستان لاړ شي ریاض ته پیغام ورکوي چې د امریکا او سعودي اړیکې ښیې دي.

جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جمعې په ورځ سعودي عربستان، اسرائیل او واتیکان ته سفر پیلوي.

ټاکل شوې چې ښاغلی ټرمپ به په ریاض کې په یوه غونډه کې وینا وکړي چې په کې به د څه دپاسه پنځوس عربي او اسلامي هیوادونو مشران گډون ولري.

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار مک ماستر ویلي دي چې د "سخت دریځه اسلام" پر ضد مبارزه په ریاض کې د اسلامي هیوادونو د مشرانو سره د ښاغلي ټرمپ د لیدنې کتنې په لومړیتوبونو کې ده.

ایران او سوریه دغې غونډې ته نه دي بلل شوي او هغوی د سعودي پر مشرۍ د ترهگرۍ ضد پوځي ایتلاف غړي هم نه دي. سعودي د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې د حکومت پرزول غواړي په داسې حال کې چې ایران او روسیه د سوریې د رژیم ملاتړي دي.

سعودي عربستان د ایران پر وړاندې د ښاغلي ټرمپ موقف ستایلی دی چې د تهران سره د پخواني ولسمشر باراک اوباما د حکومت پر اتومي موافقې انتقاد کوي. د سعودي د ولیعهد معاون شهزاده محمد د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وو چې جمهور رئیس اوباما "په سوریه کې زیات مهم فرصتونه له لاسه ورکړل".

سعودي په سوریه، بحرین، لبنان او عراق کې د ایران نفوذ خپل امنیت ته گواښ گڼي. شهزاده محمد د ایران سره هر ډول ډیالوگ ردوي او ایران د "اسلامي نړۍ په کنترولولو" تورنوي.