د سعودي عربستان د پوځ مشر فیاض بن حامد الرویلي د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۰ (لړم ۲۰) تهران ته رسېدلی او له ایراني مقاماتو سره یې لیدلی دي.
د ایران دولتي اژانس (ایرنا) راپور ورکړی دی چې الرویلي د ایران د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز محمد باقري سره لیدلي دي او «دواړو چارواکو د دفاعي دیپلوماسۍ په زیاتولو او دوه اړخیزو همکاریو په ډیرولو» خبرې کړې.
ایراني رسنیو د دغه سفر په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.
باقري د نومبر په میاشت کې د سعودي عربستان د دفاع له وزیر سره په خبرو کې ویلي وو چې تهران چمتو دی له ریاض سره خپل پوځي روابط ښه کړي.
دا سفر تېرکال د ریاض او تهران ترمنځ د اړیکو له رغېدو وروسته کېږي او ټاکل شوې چې د سعودي عربستان د پوځ مشر د لوړې کچې په یوه کم سارې غونډه کې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.
د ایران سیمه ییزې رسنې تسنیم ویلي چې د سعودي عربستان د وسلهوالو ځواکونو مشر فیاض الرویلي به د یکشنبې په ورځ د یو لوړ پوړي پوځي هیات په مشرۍ تهران ته سفر وکړي.
تهران او ریاض د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د چین په منځګړیتوب د یو ترلاسه شوي توافق په اساس خپلې اړیکې بېرته پیل کړې.
دواړو هېوادونو په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغې اړیکې پرې کړې چې په ریاض کې د شیعه عالم نمر النمر د اعدامولو په اعتراض کې په ایران کې د سعودي عربستان پر دیپلوماتیکو ماموریتونو برید وشو.
همدا شان ریاض او تهران له اوږدې مودې راهیسې په سیمه کې په ځانګړې توګه سوریې او یمن کې د یو بل د مخالفو خواوو ملاتړ کوي.
د اکتوبر په میاشت کې سعودي عربستان اعلان وکړ چې د عمان په بحیره کې یې له ایران او نورو هیوادونو سره پوځي تمرینات ترسره کړي دي.