سعودي عربستان د "افغانانو ترمنځ د اختلاف" ختمولو هڅه کوي

د سعودي عربستان پاچا د هغو علماو مننه وکړه چې په مکه کې یې د افغانستان د سولې او امنیت په هکله په نړیواله غونډه کې گډون کړی و.

عرب نیوز لیکلي دي چې د سعودي پاچا سلمان وویل چې هیواد یې هڅه کوي د افغان ولس ترمنځ "اختلافونه درمان کړي".

په جده کې د سعودي عربستان د کابینې د سه شنبې د ورځې په غونډه کې پاچا سلمان وویل چې سعودي هڅه کوي چې "د نړۍ په گوټ گوټ کې مسلمانان متحد" کړي.

د افغانستان په هکله د جدي کنفرانس کې د افغانستان له ټولو سیالو اړخونو غوښتي چې جگړه بس کړي او "د ورونو ترمنځ پخلاینې او د نفاق د اور د وژنې" لپاره کار وکړي.

سعودي کابینې همداشان د افغانستان د ننگرهار ولایت په جلال آباد او په پاکستان کې په دوو انتخاباتي غونډو باندې وروستي بریدونه سخت وغندل او د قربانیانو سره یې خواخوږي څرگنده کړه.

په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ سلو دیني عالمانو تیره اونۍ د خپلې غونډې په پریکړه لیک کې په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه او د مسلمانانو وژل حرام وبلل او په پدې هیواد کې یې جګړه وغندله.

خو افغان طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د جدې کنفرانس "د امریکا فرمایشي غونډه وه" او "د دوی پر مبارزې اثر نه شیندي."

د پاکستان د بلوچستان په مستونگ سیمه کې په وروستي برید کې ١۴٩ تنه وژل شوي او شاوخوا ١٨٦ تنه نور ټپیان شوي دي. ددغه برید پړه داعش په غاړه اخیستې ده.