سعودي پاکستاني ښځه او خاوند د قاچاقو په تور اعدام کړي

دا په پنځو کلونو کې لمړی ځل دی چې یوه پاکستانۍ ښځه اعدام شویده

پاکستاني رسنیو رپورټونه خپاره کړیدي چې د سعودي حکومت یوه پاکستانۍ جوړه (ښځه. میړه) دغه ملک ته د هیروین د قاچاق په جرم اعدام کړیدي

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په خپلې ویپاڼې یوه اعلامیه خپره کړیده چې لیکي د پاکستان یوه ښځه او د هغې میړه یې د هیروینو د قاچاق په تور په جدې کې اعدام کړیدي.

د کورنیو چارو د وزارت اعلامیه وایي چې دغه سړې چې محمد مصطفی او ښځه فاطمه اعجاز نومیده، دواړه هغه وخت نیول شوي و چې سعودي ته یې د هیروینو قاچاق کاوه. هغوي ته محکمې د مرگ سزا اورلې وه.

د یادونې وړ ده چې د سعودي عربستان حکومت په داسې وخت کې یوه پاکستانۍ جوړه اعدام کړیده چې ولیعهد سلمان پاکستان ته د سفر په وخت د عمران خان سره لوظ کړی و چې په سعودي کې بندي ټول بندیان به خوشې کړي. په سعودي کې دا وخت د ٢١٠٠ نه زیات پاکستاني بندیان دي.

دا په پنځو کلونو کې لمړی ځل دی چې یوه پاکستانۍ ښځه اعدام شویده.

په پاکستان کې د بشري حقونو ډلو او فعالانو دغه پریکړه سخته غندلې ده. د بشري حقونو یوې ډلې چې 'د عدالت ډله' نومیږي، په خپلې یوې اعلامیې کې لیکلي چې د سعودي دا عمل په سختۍ غندي او په خاصه توگه دا سزا هغه وخت ورکړل شویده چې د دواړه ملکونو ترمنځ د اړیکو ښه کولو په نیت د بندیانو ورکړه راکړه روانه ده.