سعودي عربستان ته د تمې خلاف زیاتو بهرنیو سیلانیانو مخه کړې- چارواکي

د سعودي د ګرځندوی وزارت له خوا په دې خپور شوي عکس کې د فوټبال ارجنټاینی ستوری لیونل مسي ښودل کیږي چې له خپلې کورنۍ سره عربستان ته تللی دی.

د سعودي عربستان چارواکي وايي په تېر یو کال کې ۲۷ میلیون بهرنیو سیلانیانو دغه هېواد ته سفر کړی او دا له هغې اندازې څخه څه باندې دوه چنده زیات دی چې عربستان ددې لسیزې ترپایه پورې هدف ټاکلی و.

عربستان ته د سیلانیانو د زیاتېدو خبر په داسې حال کې خپریږي چې څه کم پنځه کاله وړاندې د سعودي سلطنت د نړیوالو سیلانیانو او سوداګرۍ د جذبولو دپاره د خپلې محافظه کارې ټولنې د پرانیستلو هلې ځلې پیل کړې.

د سعودي د ګرځندوی وزیر احمد الخطیب د سه شنبې په ورځ فبروري شپږمه (سلواغې ۱۷) په دې اړه جوړې شوې یوې غونډې ته وویل: "دا کال زموږ د سیلانیانو شمېر ۱۰۰ میلیون ته ورسېد چې ۷۷ میلیونه یې کورني او ۲۷ میلیونه یې له بهر څخه راغلي دي."

د سعودي چارواکو اوس پتېیلې ده چې د ۲۰۳۰ ترپایه د سیلانیانو مجموعي شمېر ۱۵۰ میلیون ته لوړ کړي. په دغه منځ کې د بهرنیو سیلانیانو شمېر له ۳۰ میلیون څخه ۷۰ میلیونو ته لوړ شوی دی.

د سعودي په جنوب لویدیځ ابها غرنۍ سیمه کې سیلانیان د یوګا تمرین کوي.

د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په "۲۰۳۰ پلان" کې د ګرځندوی پر پراخولو ټینګار شوی. ددغه پلان له مخې، سعودي د عاید د داسې سرچینو لټون کوي، چې دغه هېواد وکړای شي د تیلو د زیرمو د وچېدو وروسته ورباندې تکیه وکړي.

د سعودي عربستان د مکې او مدینې په ښارونو کې د اسلام دوه ترټولو مقدس ځایونه دي. ددغو ځایونو د زیات او همدارنګه کار او سوداګرۍ دپاره د پخوا راهیسې هر کال ګڼ شمېر خلک سعودي عربستان ته ځي. خو سعودي عربستان په ۲۰۱۹ کې د سیاحت ویزې ورکول پیل کړل.

په داسې حال کې چې سعودي عربستان په دې وروستیو کلونو کې پر سینماګانو، د نارینه او ښځینه مخلوطو کنسرتونو او سپورټي غونډو باندې بندیزونه نرم کړي، خو پر شرابو بندیز او ځینې نور محدودیتونه په خپل ځای پاتې دي، چې ګمان کیږي سعودي عربستان ته د تګ دپاره یې ځینې بهرني سیلانیان زړه نازړه کړي دي.

دا مطلب هم ولولئ سعودي عربستان کې د شرابو لومړنی پلورنځی پرانیستل کیږي

تمه کیږي چې د سره سمندرګي په ساحل کې نوي جوړ شوي تفریحي ځایونه نور سیلانیان سعودي عربستان ته ورمات کړي. خو په ګاونډي یمن کې د حوثي یاغیانو له خوا په بیړیو باندې وروستيو بریدونو په سیمه کې امنیتي اندیښنې زیاتې کړي دي.

حوثي یاغیان چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د سعودي په مشرۍ له پوځي ایتلاف سره په جګړه بوخت دي، وايي چې د دوی بریدونه د اسرائیل او حماس د جګړې پر ضد او له فلسطینیانو سره د پیوستون دپاره دي.