سعودي: د امریکا او چین سره زمونږ اړیکې د یو یا بل په ضد ندي  

سعودي عربستان د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) وویل چې له متحده ایالاتو او چین سره یې اړیکې "د یو یا بل په ضد " نه دي. دا پداسې حال کې دي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ټینګار وکړ چې له متحدینو څخه د یو اړخ د غوره کولو غوښتنه نه ده شوې.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان له ښاغلي بلینکن سره په یوه ګډه خبري غونډه کې دا خبره رد کړه چې د تېلو دغه بډایه هېواد له واشنګټن څخه د هغه د ستر سیال بیجینګ په لور د نژدې کیدو په حال کې دی.

شهزاده فیصل په ریاض کې وویل: "زه دا لوبه نه تائیدم، موږ ټول د دې وړتیا لرو چې مختلف شریکان او څو مشغولیتونه ولرو او متحده ایالات په ډیرو مواردو کې دا کار کوي."

هغه وویل، "زه پدې اړه په ریښتیا منفي نظر نلرم. زه فکر کوم چې موږ په رښتیا هم یو داسې شراکت رامنځته کولی شو چې له دې پولو څخه اخوا وي."

په منځني ختیځ کې د چین مخ پر ودې رول هغه وخت څرګند شو کله چې د مارچ په میاشت کې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د اوه کلن پریکون وروسته په حیرانونکې توګه سره د اړیکو په بیا پیل کولو موافقه وکړه.

دا تړون، پداسې حال کې په بیجینګ کې اعلان شو چې د سعودي عربستان او د لسیزو راهیسې ددې هیواد د امنیت د تضمین کونکی متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې د وروستیو کړکیچونو په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د تیلو د بیو په سر پیچلې شوی دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) وویل: "موږ هم خورا روښانه یو چې موږ له هیچا نه غوښتنه کوو چې د متحده ایالاتو او چین ترمنځ یو انتخاب کړي...موږ صرف هڅه کوو چې زموږ د شراکت ګټې او مثبته اجنډا په ډاګه کړو چې موږ یې راوړو."

شهزاده فیصل همداشان پر سوریې باندې په عرب لیګ کې د شمولیت د بندیز د لیرې کولو پریکړې دفاع وکړه، چې ۱۲ کلنې کورنۍ جګړې وروسته بیرته له عربي نړۍ سره یوځای شو.

تیره میاشت په جده کې د عرب لیګ غونډې ته د سوریې د ولسمشر بشارالاسد رابلل متحده ایالاتو غندلي وو.

شهزاده فیصل د جګړې له امله رامینځته شوې کډوالۍ ته په اشارې سره وویل: "موضوع دا ده چې وضعیت کار نه کاوه، او د سیمې په هیوادونو او د سوریې په خلکو باندې په دوامداره توګه مخ په زیاتیدونکي بار رامینځته کیده."

هغه وویل، "پرته له دې چې څوک د بشارالاسد په اړه څه فکر کوي، موږ د بشري ننګونو د حل لپاره یوازینۍ لاره غوره کړه چې موږ د سوریې له کړکیچ وروسته ورسره مخ یو."

بلینکن وویل چې امریکا د سوریې له بیا جذبیدو سره موافقه نه ده کړې، خو د سولې پروسې په لور د کار کولو، د اسلامي دولت د ډلې د بیا راڅرګندیدو مخنیوي، بشري مرستو ته د لاسرسي اجازه او د کیپټاګون [مخدره توکیو] سوداګرۍ د بندولو اهدافو سره موافق دی.

ښاغلي بلینکن وویل: "زه باید دا ومنم چې موږ د اړینو ګامونو اخیستو لپاره د بشارالاسد په لیوالتیا شکمن یو، خو موږ دلته د خپلو شریکانو سره په دې اړه چې دا ګامونه څه دي او د نهایی هدفونو په اړه موافق یو."