افغان چارواکي وايي چې د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ د الوتنو بندېدو له کبله د پاکستاني وګرو په شمول زرګونه مسافر افغانستان کې ایسار پاتې دي.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې دغه مسافر له دې کبله کابل کې بند پاتې دي چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس دویمه څپه پراخه شوې او له دغه هېواد نه عربستان ته الوتنې بندې شوې.
د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند نعیم صالحي نن چهارشنبه جولای اوومه (چنګاښ۱۶) امریکا غږ ته وویل چې له دې مخکې هره ورځ د افغانستان او عربستان ترمنځ یوه الوتنه کېده.
سعودي عربستان له دې مخکې له پاکستان سره د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي له امله خپلې الوتنې بندې کړې وې. له همدې کبله ډېر شمېر پاکستانیانو له کابل نه جدې ښار ته الوتنه اسانه لار ټاکلې وه.
په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي چې د الوتنو ټکني کېدو له امله افغانستان کې څلور زره پاکستانیان بند پاتې او په وینا یې ایستلو ته یې هڅې روانې دي.
Operation to send 4000 stranded Pakistanis from Kabul to Pakistan being undertaken by Pakistan Embassy in Kabul @ForeignOfficePk @PakistaninAfg pic.twitter.com/hffXRy4MP2
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) July 5, 2021
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي په دې اخته دي چې دغه ایسار شوي وګړي د تورخم دروازې له لارې بیرته واستول شي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس دویمې څپې خپرېدو سره عربستان لومړی هېواد و چې خپلې الوتنې یې له افغانستان سره بندې کړې.
له سعودي مخکې ترکیې هغو افغان ګډوالو ته چې د الوتنو له لارې دغه هېواد ته ستنېدل ۱۵ ورځنی قرنطین عملي کاوه خو الوتنې یې نه وې بندې کړي.