سعودي پاکستان ته شپږ ملیادره ډالره پور ورکوي

سعودي پاکستان ته د خارجي اسعارو د ملاتړ لپاره درې ملیارده ډالره پور ورکوي او پدې برسیره ورته په هغو دریو میلیارده ډالرو د پور په بیرته اخیستو کې مهلت ورکړي چې پاکستان پرې د سعودي نه تیل اخیستي دي.

د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې سعودي عربستان ورته د یو کال لپاره درې ملیارده ډالره پور ورکوي چې د پاکستان اقتصاد د بحران نه وژغوري.

پاکستان او سعودي دغه موافقه پداسې وخت کې کړیده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د سعودي د پانگه اچونې په یوې غونډې کې د گډون لپاره دغه ملک ته سفر کړی.

په سعودي عربستان کې د سرمایه کارۍ په اړه په غونډې کې ځینې ملکونو په ترکیې کې د سعودي خبریال د قتل له کبله گډون نه دې کړی.

عمران خان سعودی ته د سفر نه مخکې ویلي و چې پاکستان اقتصادي مرستو ته جدي ضرورت لري او اوس وخت پاکستان د دې جوگه ندی چې خپل پورونه بیرته ورکړي.

د پاکستان د اقتصادي چارو وزیر اسد عمر تیره میاشت د پیسو د نړیوال صندوق نه د پور غوښتنه وکړه. دا په تیرو پنځو کلونو کې دوهم ځل دی چې پاکستان د نړیوال صندوق نه پور اخلي چې خپل اقتصاد وژغوري. د نړیوال صندوق یو ټیم به د نومبر په ٧ نیټه پدی مسله د خبرو لپاره پاکستان ته ورشي.

عمران خان د انتخاباتو نه مخکې څو وارې ویلي و چې د هغه حکومت به د پیسو د نړیوال صندوق نه پور نه اخلي او اوس هم کوښښ کوي چې د ملگرو ملکونو نه مرسته وغواړي چې پکې سعودي هم شامل دی.

د پاکستان حکومت دا وخت ١٣ ملیاردو ډالرو ته اړ دی.