سعودي: د حجاب پرته میرمنې اجازه لري دې هیواد ته سفر وکړي

سعودي غواړي اقتصاد یې یوازې په تیلو متکي نه وي.

سعودي عربستان چې تر اوسه یې یوازې حاجیانو، په سعودي کې کارګرانو او د هغوي کورنۍ او سوداګرو ته ویزې ورکولې اعلان کړی چې د ۴۹ هیوادونو اتباعو ته به د ویزې ورکول پیل شي.

د سعودي عربستان د سیاحت د ادارې مشر احمد الخطیب ویلي چې اکثریت سیلانیان به د چین، جاپان، اروپا او د امریکا د متحده ایالاتو اوسیدونکي وي.

تر دې وړاندې میرمنو سعودي عربستان ته د سفر کولو لپاره باید خپل محرم د ځان سره درلودی او هم به یې هغه تور رنګه جامې اغوستې چې په سعودي کې یې میرمنې اغوندې، خو ښاغلی خطیب وایي چې تر دې وروسته به میرمنې دې ډول جامو او کالیو ته ضرورت ونلري.

د سعودي چارواکي وایي چې د بهرنیو هیوادونو سیلانیان به د شرابو څښلو اجازه ونلري او د مکې معظمې او مدینې منورې ښارونو ته به هم د تګ اجازه ونلري. سعودي عربستان ته د بهرنیو هیوادونو د سیلانیانو ورتګ ته د اجازې په ورکولو د پخوا راهیسې بحث کیده خو محافظه کارانو ورته اجازه نه ورکوله.

داسې معلومیږي چې د سعودي د نوي ولیعهد محمد بن سلمان پر له پسې هڅو بلاخره نتیجه ورکړله. ښاغلي سلمان غواړي هیواد یې یوازې د تیلو په پیسو اتکا ونلري بلکې د خپل هیواد د اقتصاد د پرمختګ لپاره بیلا بیلې لارې ولټوي.

د سعودي د سیاحت د ادارې مشر ښاغلی خطیب وایي په پلان کې ده چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې په سعودي کې د سیلانیانو د جذب په چارو ۶۷ ملیارده ډالر پانګه واچول شي. سعودي همدرانګه پلان لري چې د میلمنو د اوسیدنې لپاره نوي هوټلونه جوړ کړي چې پنځه سوه زره کوټې به ولري.

چارواکي وایي پلان دا دی چې په ۲۰۳۰ کال کې باید سعودي عربستان ته لږ تر لږه په کال کې یو ملیون کسان د سیل لپاره ورشي. اوس یوازې ۴۰ ملیونه د بهرنیو هیوادونو اتباع د سیل لپاره ورځي.