سعودي عربستان: پر رفح د اسرائیل برید به ناورین رامنځته کړي 

د راپورونو له مخې د غزې د تړانګې د ۲.۴ میلیونو نفوسو له جملې څخه ۱،۳ میلیونه کسانو په رفح سیمه کې پناه اخیستې ده.

سعودي عربستان د شنبې په ورځ، فبرورۍ لسمه (سلواغې ۲۱مه) وویل، چې پر رفح باندې د اسرائیل پلان شوي پوځي عملیات به د "بشري ناورین" لامل شي او پدې اړ یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مداخلې غوښتنه وکړه.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوې خپره شوې اعلامیې کې ویل شوي،‌ چی د سعودي شاهي حکومت "پر رفح د برید د خطرناکو پایلو په هکله خبرداری ورکوي" او همدارنګه د غزې د تړانګې څخه د فلسطینیانو اجباري شړل په کلکه رد او غندي.

خبرپاڼه زیاتوي: "د نړیوال بشردوستانه قوانینو څخه دا پرله پسې سرغړونې، د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې د جوړیدو اړتیا ایجابوي، ترڅو د اسرائیل لخوا د یو احتمالي بشري ناورین د رامنځ ته کیدو مخه ونیسي."

په خبرپانه کې سعودی عربستان یو ځل بیا د غزې له تړانګې څخه د فلسطینیانو د جبری شړلو په غندلو سره په غزه کې د سمدستی اوربند په اړتیا ټینګار کړی دی.

دا پداسې حال کې دی چې، د اسرائیل صدراعظم بنيامين نتنياهو د جمعې په ورځ فبرورۍ نهمه (سلواغې ۲۰) د خپل هېواد پوځ ته امر وکړ چې د غزې د تړانګې له رفح سيمې څخه د سلګونو زرو فلسطيني ولسي وګړو د ايستلو پلان چمتو کړي.

نتنیاهو وروسته له هغې د رفح سیمې څخه د ملکي وګړو د ایستلو امر وکړ چې واشنګټن اعلان وکړ چې په رفح ښار د اسرائیل د ځمکنیو بریدونو ملاتړ نه کوي.

په غزه کې د حماس پر وړاندې د اسرائیل د جګړې له پیل وروسته، ولسمشر جو بایډن په دې سیمه کې د جګړې د څرنګوالي په اړه پر نتنیاهو سختې نیوکې وکړې.

ولسمشر بایډن، چې د اسرائیل د صدراعظم له چلند څخه ناراضه دی، د پنجشنبې په ورځ وویل چې نتنیاهو په غزه کې د اکتوبر د اوومې نیټې د بریدونو په ځواب کې "له حده زیات" عمل کړی دی.

رفح د غزې د تړانګې وروستی مرکز دی چې په سلګونو زره فلسطینیانو پکې پناه اخیستې او اسرائیلي ځواکونه لا هم دغې سیمې ته نه دي داخل شوي. دا سیمه په عین حال کې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د راپورونو له مخې د غزې د تړانګې د ۲.۴ میلیونو نفوسو له جملې څخه ۱،۳ میلیونه کسانو په رفح سیمه کې پناه اخیستې ده.

سعودي عربستان، هېڅکله اسرائیل په رسمیت نه دي پېژندلي، خو مخکې له دې چې د اکتوبر په میاشت کې د اسرائیل او حماس تر منځ جګړه پیل شي، په پام کې وه چې دا کار وکړي.

وروسته له هغې چې د حماس جنګياليو د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائیل بريد وکړ او د اسرائیلي مقاماتو په وينا، څه دپاسه ١١٤٠ کسان يې ووژل او شاوخوا ٢٥٠ يې يرغمل کړل، له هغې ورځې راهيسې اسرائیل پر غزې هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړي دي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د اسرائیل په پوځي بریدونو کې د څه دپاسه ۲۸ زرو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی چې اکثر یې ملکي وګړي، په تېره بیا ښځې او ماشومان دي.

په تېرو څلورو میاشتو کې حماس او اسرائیل یوازې یو ځل د یوې اوونۍ لپاره اوربند کړی و، چې په ترڅ کې یې حماس تر ۱۰۰ ډېر یرغمل خوشې کړل. اسرائیلي مقامات وايي، حماس لا هم تر ۱۰۰ ډېر يرغمل او په تېرو څلورو مياشتو په جګړو کې د وژل شويو ۲۹ تنو یرغمل شویو کسانو جسدونه د ځان سره ساتلي دي.

بلخوا ریاض په غزه کې د اسرائیل د "پوځي برید" باندې په نیوکو سره، په وار وار د اوربند غوښتنه کړې ده.

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن ادارې خوشبیني ښودلې چې د سعودي - اسرائیل اړیکې به عادي شي، خو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن ته یې روښانه کړې ده چې ریاض تر هغو له اسرائیل سره د اړیکو ټینګول نه غواړي چې یو خپلواک فلسطیني دولت "په رسمیت پیژندل شوی نه وي او اسرائیلي ځواکونه له غزې څخه نه وي وتلي.

دا مطلب هم ولولئ سعودي امریکا ته: د خپلواک فلسطیني دولت پرته اسرائیل سره اړیکې نه غواړو

په غزه کې چې د حماس تر ولکې لاندې دی، چارواکو د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې په رفح کې د اسرائیل عملیات کیدای شي په دغه ښار کې د "لسګونو زره" کسانو د مرګ ژوبلې لامل شي.

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس دفتر ویلي، چې دا اقدام "په نړۍ کې د سیمې امنیت او سولې ته ګواښ دی" او "له ټولو سرې کرښې ښکاره سرغړونه ده".