کروناویروس؛ افغان ماشومانو سره تشدد دوه برابره زیات شوی- سروې

تصویر: ارشیف

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې (Save The Children) د سروې موندنې ښيي چې د کرونایروس پر مهال د ښوونځیو د تړل کېدو له امله په کورنیو کې د ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی دی.

دغه سروې چې "یو نسل وساتئ: پر ماشومانو د کویډ۱۹ اغیزې" په نوم د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږي ۲۴) خپره شوه، په شپږو میاشتو کې له ۴۸۰ ماشومانو او د هغوی له میندو او پلرونو سره د مخامخ مرکو او په انلاین ډول خبرو له لارې شوې ده.

په سروې کې راغلي: "په هرو لسو ماشومانو کې اته تنه یې (۸۳ سلنه) د منفي احساس د درلودلو په اړه ویلي دي... ۶۳ سلنه کورنیو د کویډ۱۹ د وبا پر مهال په ډېرې سختۍ متنوع او قوي خواړه برابر کړي دي. د ښوونځیو د تړل کېدو پر مهال په کورنیو کې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی دی."

په افغانستان کې د دغې نړیوالې ادارې ویاندې مریم عطایي امریکا غږ ته وویل کله چې ماشومان ښوونځیو ته تلل په کورنیو کې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي کچه اته سلنه وه "خو اوس دا شمیره ۱۷ سلنې ته رسېدلې ده."

دا سروې ښيي چې د کروناویروس د وبا پر مهال د بندیزونو له امله ۳۰ سلنه ماشومان له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي، ۶۴ سلنه له خپلو ښوونکو سره هیڅ اړیکه کې نه دي او ۸۰ سلنه یې زده‌کړې نه دي کړي.

دغې نړیوال ادارې ویلي چې کابو ۵ سلنه ماشومانو ویلي چې هره ورځ یو ځل له خپلو ښوونکو سره په اړیکه کې شوي دي.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې دغه راز ویلي چې لا هم د افغانستان په ښوونیز سکتور کې پراخې ستونزې شته دي او د کروناویروس د وبا له امله لس میلیونه ماشومان له زده‌کړو محروم شوي دي.

په افغانستان کې د کروناویروس د وبا له خپرېدو وروسته افغان حکومت د دغه ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره ټول ښوونځي او ښوونیز بنسټونه وتړل او په انلاین بڼه یې ماشومانو ته د زده‌کړو د زمینې برابرولو اعلان وکړ.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې یوه جلا سروې چې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې ترسره شوې ښيي چې کابو ۲۹ سلنه ماشومانو د تلویزیون، نږدې ۱۴ سلنه د راډیو او ۰.۲ سلنه د انټرنیټ له لارې زده‌کړو ته لاسرسی درلود.

دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د کروناویروس وبا تر ډېره د نجونو پر ژوند منفي اغېزې کړي دي.