قحطي او لوږه د 'پنځه میلیون افغان ماشومانو ژوند' ګواښي

د ماشومانو د ساتنې سازمان (Save the children) په افغانستان کې د وچکالۍ او نړیوالو مرستو بندېدو له امله د بشري بحران سختېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې اوس مهال قحطي او لوږه د پنځه میلیون ماشومانو ژوند ګواښي.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ اپرېل ۱۹ (وري ۳۰) په یو راپور کې ویلي چې افغانستان د خوړو له بدترین بحران سره مخ دی او اوس مهال له هرو دریو ماشومانو دوه یې د غذايي مصونیت هلې ځلې کوي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان د معلوماتو په اساس همدا اوس ۱۲ میلیون ماشومان د خپلو کورنیو لپاره د خوړو د غذا په خوندي کولو مصروف دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې اوس مهال د افغانستان ۶۱ سلنه خلک په کښت او کرونده مصروف دي او له دې لارې خپل مصرفي مواد لاس ته راوړي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د وچکالۍ د دوام له امله ډيرې کورنۍ نا هیلې کوونکو اقداماتو لکه څارویو پلورلو، قرض اخیستلو او کارونو ته دخپلو ماشومانو استولو ته مجبورې شوې.

دغه سازمان زیاته کړې چې د وچکالۍ دوام، سیاسي تحولات او اقتصادي ستونزې ددې لامل شوي چې د افغانستان خلک او په ځانګړي ډول ماشومان له ستونزو سره مخ شي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ شوی او ملګرو ملتونو مخکې ویلي و چې افغانان به د ژمې په په رارسېدو سره له قحطۍ او لوږې سره مخ شي، ملګرو ملتونو ویلي و که مرستې ونشي ددغه هیواد ۹۷ سلنه وګړي به له موجوده وضعیت څخه اغېزمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د ساتنې (Save the Children’s) ادارې تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې درامنځته شوي اقتصادي بحران له امله یو میلیون ماشومان په کار بوخت دي.

یادې ادارې ویلي چې د دوی د سروې له مخې په دغه هیواد کې د تیرو شپږو میاشتو راپدېخوا رامنځته شوي وضعیت له امله ۱۸سلنه کورنیو خپل ماشومان کار کولو ته لېږلي دي.

د ماشومانو د ساتنې دغې نړیوالې ادارې د فبرورۍ ۱۴ (سلواغې ۲۵) په یو راپور کې ویلي و چې د تیرې اګست میاشتې راپدېخوا په افغانستان کې درېیمه برخه کورنیو خپل عایدات هم له لاسه ورکړي دي.

یادې ادارې ویلي: "اته لس سلنه کورنیو خپل ماشومان دکار کولو لپاره بهر ته استولي دي، د معلوماتو په اساس یو میلیون ماشومان کار کوي."

په بیان کې ویل شوي چې په افغانستان کې د هغو کورنیو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی چې د خوراکي اړتیاو پوره کولو لپاره قرض اخلي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي چې په اوو ولایتونو کې له ۱۴۰۰ خلکو سره د دوی د سروې په اساس په افغانستان کې د تیر نظام تر پاشل کېدو وروسته ۸۲ سلنه خلکو خپل عاید له لاسه ورکړی دی.

دغه سازمان ویلي چې د تیر کال د سپټمبر میاشتې راپدېخوا بیا تر دامهاله یې د ماشومانو په ګډون د ۷۶۳زره کسانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي.

د غه سازمان همدارنګه ویلي چې په دغه موده کې له ۱۲۷زره کسانو سره چې بېړنو مرستو ته یې اړتیا لره نغدي مرسته کړې او خوراکي مواد یې ورته برابر کړي دي.