د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ پر امنیه قوماندان چاودنه شوې

عکس(ارشیف)

د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولايت د سيد کرم ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک غاړې په بمي چاودنه کې له خپل يو ساتونکي سره وژل شوی دی.

د پکتيا امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط نن چهارشنبه جون درېیمه غبرګولې ۱۴)امريکاغږ ته وويل چې دغه چاودنه تېره شپه شاوخوا لس بجې د قوماندان څارمن همايون همت پر موټر هغه مهال شوې چې د دې ولسوالۍ اړوند د پنده خېلو په سيمه کې د طالبانو تر بريد لاندې يوې امنيتي پوستې ته د مرستې لپاره ور روان و.

هغه پر امنيتي پوسته د طالبانو په بريد کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې په چاودنه کې د قوماندان موټر له منځه تللی دی.

په همدې حال کې د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل هم امريکاغږ ته وويل چې پر پوستې په شوي بريد کې هم پوليسو ته تلفات اوښتي دي.

نوموړي وويل چې په چاودنه او ياد وسله وال بريد کې د قوماندان همايون همت ترڅنګ درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

تاج محمد منګل زياته کړه چې همايون همت د دغه ولايت له پټان ولسوالۍ څخه سيدکرم ولسوالۍ ته تبديل شوی وی او پرون يې د ولسوالۍ پوليسو او نورو حکومتي مامورينو ته د معرفت مراسمو هم نيول شوي وو.

تر اوسه د دغه قوماندان د وژلو مسؤليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.