پاکستاني‌ مقامات: د بنو زندان ۳۳ یرغمل نیونکي ووژل شول او یرغمل نیونه ختمه شوه

دا درېیمه ورځ ده چې پاکستاني طالبانو په بنو کې د یو زندان ساتونکي یرغمل نیولي دي.  

د پاکستان د دفاع وزارت وايي‌ چې د خیبر پښتونخوا په بنو کې یې په زندان کې پيل شوې یرغمل نیونه ختمه کړه او ټول ۳۳ مشکوک یرغمل نیونکي اورپکي یې ووژل.

د پاکستان پوځ نن سه شنبه ډسمبر ۲۰ (لیندۍ۲۹) په یوې اعلامیې کې وویل چې د تصفیې په دغو عملیاتو کې دوه پاکستاني سرتېري‌هم وژل شوي ‌دي.

د فرانسې خبري‌ اژانس د دفاع د وزیر خواجه محمد اصف له خولې لیکلي‌ دي چې په عملیاتو کې د «د لسو او ۱۵ ترمنځ پاکستاني سرتېري ژوبل» شوي‌ هم دي. د نوموړي په وینا په عملیاتو کې یو پوځي افسر هم ژوبل شوی دی.

د یرغمل نیونې له ویرې د ښوونځیو تړل

د پاکستان پوځ داسې مهال د دغې یرغمل نیونې د ختمېدو خبر ورکوي‌ چې نن د پاکستان په بنو کې د طالبانو له وېرې ښوونځي تړل شوي.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستاني طالبانو له خوا د یرغمل کېدو له وېرې نن سه شنبې د سیمییزو ښوونځیو د تړلو امر شوی دی. دا درېیمه ورځ ده چې پاکستاني طالبانو په دې سیمه کې د یو زندان ساتونکي یرغمل نیولي وو.

د "تحریک طالبان پاکستان" ډلې شاوخوا ۳۰ وسله وال چې د ترهګرۍ په تور په دغه زندان کې بندیان وو، د یکشنبې په ورځ وتوانېدل چې د زندان له امنیتي ساتونکو وسلې واخلي او یرغمل یې کړي.

د خیبرپښتونخوا ایالتي ویاند محمد علي سیف وویل چې پاکستاني طالبانو د زندان د شاوخوا اتو یرغمل شویو امنیتي ساتونکو او استخباراتي مسولینو د خوشې کولو په بدل کې افغانستان ته په خوندي ډول د تګ اجازه غوښتې ده.

د بنو مرستیال کمېشنر اعلان وکړ چې د سه شنبې په ورځ به ښوونځي تړلي وي.

ددې سیمې یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه کوله، وویل: "موږ وېره لرو چې طالبان به وکړای شي ښوونځیو ته ننوځي او زده کوونکي یرغمل کړي. موږ نه غواړو خطر قبول کړو. د همدې دپاره مو نن د ښوونځيو د تړلو پرېکړه وکړه."

د زندان شاوخوا سیمه کې دفترونه او سرکونه تړل شوي او نوي د تالاشۍ تمځایونه جوړ شوي دي. لوړپوړو حکومتي چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته وویل، پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه د یرغمل شويو کسانو په خوشې کولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د پاکستاني طالبانو تازه بریدونه

چارواکو ویلي، د دوشنبې په شپه، لږ تر لږه ۵۰ پاکستاني طالبانو په واڼه کې د پولیسو پر یوه بل مرکز برید وکړ.

د ځايي حکومت او لوړ پوړو پولیسو دوو چارواکو چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې، ویلي، دغه ډلې له پولیسو څخه وسلې واخیستې او هغوی یې یرغمل کړل خو وروسته د پاکستاني پوله ساتونکو ځواکونو په مرسته خوشې شول.

د تحریک طالبان پاکستان ډلې ددې برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې په برید کې دوه پولیس وژل شوي دي.

د پاکستان چارواکو تر اوسه په رسمي ډول ددې برید پخلی ندی کړی.

پاکستاني طالبانو تېره میاشت له اسلام اباد سره خپل څو میاشتنی اوربند پای ته ورساوه او له هغه راهیسې یې پر امنیتي ځواکونو باندې بریدونه زیات شوي دي.