هلمند کې د لړمانو فارم جوړ شو

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د لومړي ځل لپاره د خصوصي سکټور لخوا د لړمانو د روزنې یو فارم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس زلمي الکو د دوشنبې په ورځ د «لړم پر۱۳مه» امریکا غږ ته وویل، چې په دغه فارم کې ۱۶زره لړمان روزل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې ریاست د یاد فارم د پرمختیا په هدف د فارم روزونکو ته لازمې مشورې او لارښوونې ورکوي.

ښاغلي الکو وویل، چې د دغه فارم جوړېدل به د هلمند ولایت د لړمانو د قاچاق په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په هلمند کې دوه ډوله زېړ او تور ډوله لړمان شتون لري، چې اکثره یې د دغه ولایت په شمالي ولسوالیو کې شتون لري.

په دغه فارم کې، چې تر دا مهاله ۱۶زره لړمان راټول شوي روزونکې یې له حکومت څخه ورته د نړیوال بازار پیدا کولو غوښتنه کوي.

هلمند کې د لړمانو فارم

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس زلمي الکو ووویل:"له دغو لړمانو څخه به تر لاسه کېدونکي زهر یو شمير بهرنیو هيوادونو ته صادر شي."

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې د دې لړمانو خوراکه چنجي دي او هر لړم درې میاشتو کې شپږ څاڅکي زهر تولیدوي.

د بزنس انسایدر ویب سایټ د معلوماتو په اساس د لړم زهر په نړۍ کې تر ټولو لوړه بیه لرونکي مایعات دي چې یو لیټر یې حتا لس میلیونه او ۳سوه زره ډالره بیه لري.

د لړمانو له زهرو څخه د سرطان ناروغۍ د درملنې په درملو کې استفاده کېږي.

د لومړي ځل لپاره د لړمانو فارم په هرات ولایت کې جوړ شوو، چې وروسته د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې هم ورته فارمونه جوړ شول.