د سکاټلنډ د کرکټ لوبغاړی چې اته دیرش کاله عمر یې درلود، د سرطان ناروغۍ له وجې مړ شوی. دغه لوبغاړی چې کان ډي لینج نومیده، د مغزو په سرطان اخته و او د ۲۰۱۹ کال د اپریل د میاشتې په ۱۸مې مړ شو.
د سکاټلینډ کرکټ بورډ تیر کال د دې لوبغاړي د درملنې لپاره وروسته تر هغه د خلکو نه د مرستې غوښتنه وکړله چې کورنۍ یې اعلان وکړ، لینج د مغزو په سرطان اخته شوی.
کان ډي لینج د سکاټلنډ لپاره وروستۍ لوبه د ۲۰۱۷ کال د اکټوبر په میاشت کې په عربي متحده اماراتو کې د پاپو نیو ګیني په خلاف کړې وه. هغه پدې لوبه کې د کپتان مرستیال هم و.
هغه د سکاټلنډ لپاره ۱۳ یو ورځنۍ او ۸ د شلو شلو اورونو لوبې کړیدي.
کان ډي لینج په کیڼ لاس ورو توپ اچونکی و.
د سکاټلنډ دا لوبغاړی د جنوبي افریقا د کیپ په ښار کې زیږیدلی و او د جنوبي افریقا په ځایي کلبونو کې یې هم لوبه کړیده.
د سکاټلنډ کرکټ په ټویټر کې د دې لوبغاړي په مرګ خفګان ښودلی
It is with great sadness that Cricket Scotland shares the news that Con de Lange passed away on Thursday 18th April 2019.A great servant to Scotland and the game of cricket, our thoughts are with his family at this difficult time.https://t.co/xrOkaJg2lV pic.twitter.com/neoUg3gW9F
— Cricket Scotland (@CricketScotland) April 19, 2019
" د سکاټلنډ کرکټ په ډیرې خواشینۍ اعلان کوي چې کان ډې لینج د ۲۰۱۹ کال د اپریل د میاشتې په ۱۸ مې د پنجشنبې په ورځ مړ شو. د هغه د سکاټلنډ او د کرکټ د لوبې ته ستر خدمتګار و. مونږ د هغه د کورنۍ سره پدې غم کې شریک یو."