اتریش کې د طالبانو د مخالفو څېرو غونډه به مثبتې پایلې ونلري - څېړونکي

د افغانستان د مسايلو يو شمېر شنونکي وايي، د افغانستان په اړه د ويانا له دويم کنفرانس څخه ځکه د کومې مثبتې پايلې تمه نه کوي چې اکثره ګډون کوونکي یې همهغه کسان دي چې د افغانستان د وروستیو څو لسیزو په جریاناتو کې شامل وو.

په دغه درې ورځني کنفرانس کې چې د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (غوايي ۴) د اتریش په پایتخت ویانا کې پیل شو، "د افغانستان د ملي مقاومت جبهې" د مشر احمد مسعود په ګډون یو شمېر د طالبانو مخالفې څیرې، د افغانستان د تېر حکومت او پارلمان غړي، روڼ اندي، دپلوماتان، علمي شخصیتونه او ژورنالیستان برخه لري.

د سیاسي چارو کارپوه محمد هاشم دانش په دې اړه وویل: "که څه هم موږ د هر هغه اقدام هرکلی کوو چې افغانستان له اوسني بحران څخه وباسي، خو دا چې ددې غونډې ګډونوال مفسد او استفاده ګر کسان دي او د افغانستان د روان بحران په رامنځته کولو تورن دي، ځکه به دا غونډه کومه مثبته نتیجه ورنلري."

ښاغلی دانش وايي، دا ډول غونډې به نه په کور دننه او نه هم په نړیواله کچه کومه اغېزه ولري، ځکه د افغانستان او نړۍ خلک دغه څېرې په پوره معنا پېژني.

د سیاسي مسایلو بل کارپوه سید نظام الدین وحدت وايي، د ویانا د لومړي کنفرانس تجربې ښيي، چې دا ناسته د افغانستان په مسئله کې هومره رول نلري او د ارزښت په اړه یې مبالغه کیږي.

ښاغلي وحدت د امریکا غږ راډیو د سپینو خبرو په خپرونه کې وویل چې د دې غونډې اکثره برخه وال د جمهوريت د نظام غړي دي، "کومې لاسته راوړنې نلري، او په داسې موقف کې نه دي چې پرېکړې یې د افغانستان په روان وضعیت کې اغېزمنې تمامې شي."

هغه زیاته کړه: "له داسې غونډو څخه یوازنۍ تمه همدا کیدای شي چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړي او یا عامې غوښتنې مطرح کړي."

دا هم ولولئ د 'افغانستان د ملي مقاومت د جبهې' اصلي هدف څه دی؟ 

د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" ددغې غونډې په اړه په خپره شوې اعلاميه کې ويلي: "ددغه کنفرانس تمرکز د طالبانو پر ضد د سياسي، ملکي او پوځي خوځښتونو او فعالانو ترمنځ د باور پياوړتيا او د افغانستان د ازادۍ لپاره د مقاومت دوام او پراخول، پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو د فشار زیاتول، او له اوسني بحران څخه د وتلو لاره چاره موندل دي."

په پولنډ کې د افغانستان د سفارت پخوانۍ مرستیالې نګاره میرداد عمر چې د دې غونډې یوه ګډونواله ده، ددغه کنفرانس د اهمیت په اړه امریکا غږ ته وویل: "د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د ناورین ژورتیا ته په پام سره، د حل یوازنۍ لار تر یو چت لاندې د جبهې او استازو یووالی او انسجام دی. او دا د افغانستان د خلکو د راتلونکې لپاره بیړنۍ اړتیا ده."

مېرمن میرداد پدې اړه چې د طالبانو مخالفې سیاسي څېرې ولې تر اوسه ندي توانېدلي چې له طالبانو سره د مبارزې لپاره یوه متحده جبهه جوړه کړي، وویل: "ټول هغه ځواکونه چې په هره طریقه له طالبانو سره جګړه کوي، باید خپله ګډه لاره ومومي. زموږ د ټولو ګډه لار د طالبانو له ایډیالوژۍ سره مخالفت دی او زه ډاډه یم چې هغه وړې ډلې چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په دننه او بهر کې جوړې شوې دي، د طالبانو پر ضد به په یو لوی ایتلاف بدلې شي."

دا هم ولولئ بولټن: امریکا دې د طالبانو پر ضد د وسله وال مقاومت ملاتړ وکړي

د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر او د ویانا د غونډې ګډون کوونکي، فضل احمد معنوي هم د دغې غونډې په اغېزمنتیا ټینګار کړی دی. نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې دا غونډه کولای شي د نظرونو یووالي او تر یو چت لاندې د طالبانو مخالفو جریاناتو راغونډېو ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان په اړه د ویانا دویمه ناسته په داسې حال کې جوړیږي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو ځانګړي استازي د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وګوري او د افغانستان د مسئلې د هواري پر لارو چارو وغږیږي.

طالبانو تراوسه د ویانا د روانې ناستې په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې د دا ډول غونډو په اړه ویلي وو چې په دې غونډو کې داسې کسان راټولیږي چې مخکې ازمویل شوي دي.