د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي کابل ته تللی - طالبان

د روسیې د امنیت شورا د عمومي منشي سرګې شویګو په مشرۍ کابل ته تللي پلاوي د طالبانو له چارواکو سره کتلي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د روسیې د امنیت شورا د عمومي منشي سرګې شویګو په مشرۍ کابل ته ورغلي پلاوي د طالبانو له چارواکو سره کتلي دي.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرای ملا عبدالغني برادر دفتر دوشنبې نومبر ۲۵ (لیندۍ پنځمه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې یوه ویډیو خپره کړه چې پکې شویګو او له هغه سره مل پلاوی له ملا برادر سره د خبرو په حال کې لیدل کیږي.

په دغه ویدیویي راپور کې ویل شوي چې په کتنه کې د سوداګریزو، اقتصادي او ترانزیتي مسایل خبرې شوي او ملا برادر پکې په اقتصاد محوره بهرني سیاست ټینګار کړی دی.

کابل ته د شویګو په مشرۍ د پلاوي د سفر یوه ورځ وړاندې، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې ددغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په کتنه کې کې کابل ته د یو لوړپوړي روسیې پلاوي د سفر په اړه خبرې کړي دي. خو چارواکو ددغه سفر په اړه نور جزئیات نه وو څرګند کړي.

دا مطلب هم ولولئ طالبان وايي د روسیې یو پلاوی کابل ته د خبرو لپاره ورځي

بل خوا د طالبانو حکومت د دفاع وزیر هم د دوشنبې په ورځ په یوه جلا اعلامیه کې ویلي چې سرګې شویګو له دفاع وزارت له سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد سره کتلي او دواړو د اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي مسایلو په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، مجاهد د تروریستي ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د لیرې کولو لپاره د "روسیې له هڅو" مننه کړې او د "دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا" غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرای ملا عبدالغني برادر کابل ته تللي روسي پلاوي سره په کتنه کې

خو روسیې لا تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري روډینکو د یکشنبې په ورځ د روسیې دولتي خبري اژانس تاس سره په مرکه کې وویل چې دا له وخت وړاندې ده چې د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندلو په اړه خبرې وشي.

روډینګو ویلي: "د اوسنیو افغان مقاماتو [طالبانو] د رسمیت پيژندلو د مسلې په اړه، تراوسه دا له وخت وړاندې ده چې په دې هکله خبرې وشي. پریږدئ چې په تدریجي ډول اقدمات ترسره شي، قدم په قدم، خو مونږ په دې بهیر کې د مصنوعي خنډونو د رامنځ ته کولو نیت نلرو."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د طالبانو د حکومت رسمیت پيژندل ددغه هیواد د تروریستي ډلو د نوملړ څخه د طالبانو د نوم د لیرې کولو پورې مربوط ګڼلي او ویلي دي چې د تروریستي ډلو د نوملړ څخه د طالبانو د غورځنګ د نوم ایسته کولو د بهیر بشپړیدل به د دغه هیواد او د طالبانو ترمنځ په بیلابیلو برخو کې په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکو کې د تعامل د زیاتیدو سره مرسته وکړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړې، مسکو له طالبانو سره خپل روابط روان ساتلي او طالب مشران یې هم ځینو غونډو ته بللي دي.

په افغانستان کې د جمهوریت د نظام له سقوط وروسته روسیې نه یوازې په کابل کې خپل سفارت پرانیستی دی، بلکې په مسکو کې یې د افغاسنتان د سفارت چارې هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا ګمارل شویو دپلوماتانو ته سپارلي دي.

خو د روسیې د فدراسیون په څیر د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو، په هیواد کې د ښځو او نجونو د حقونو ورکولو، د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د القاعده شبکې په ګډون د ټولو تروریستي ډلو سره ددغه حکومت د اړیکو د پریکون شرطونه له وړاندې اعلان کړي دي.