د ټرمپ استیضاح محکمه او واشنګټن کې قوي امنیتي تدابیر

د ښاغلي ټرمپ‌د استیضاح محکمه همدا اونۍ پیلیږي

امریکايي چارواکي وايي چې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د استیضاح د ځانګړې محکمې پرمهال به زرګونه پولیس او امنیتي سرتېري په ښار کې فعالیت کوي.

د ښاغلي ټرمپ د استیضاح محکمه همدا اونۍ پیلیږي او چارواکي اندېښنه لري هسې نه ځینې هغه افراطي امریکایان چې د ولسمشرۍ د ټاکنو په نتایجو خوښ او راضي نه دي، کوم بد اقدام وکړي.

د روان کال د جنورۍ په شپږمه نېټه د ولسمشر ټرمپ یو شمېر معترضو پلویانو د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ او په دغې پېښې کې پنځه تنه مړه شول. امنیتي مسولین نغواړي ورانکارو ته بیا د داسې کار زمینه برابره شي.

د واشنګټن ډي سي د داخلي امنیت او اضطراري حالاتو د مدیریت د ادارې مشر کریستوفر رودیرګوز تېره ورځ د کانګرس غړو ته وویل: «لږ تر لږه د اوس لپاره موږ باید په واشنګټن ډي سي کې ښکاره امنیتي حضور ولرو. باور لرو چې دا کار مهم دی او غواړو مطمین شو چې د واشنګټن ډي سي پولیس د ضرورت په وخت کې د ښار نورو برخو ته منابع لېږدولی شي. موږ به په خپل ښار کې تاوتریخوالی هېڅ ونه زغمو.»

د ولسمشر بایډن د لوړې د مراسمو لپاره ځینې امنیتي موانع او په سړکونو کې خنډونه لګول شوي وو چې اوس لېرې کړل شوي، خو د ګانګرس د ودانۍ د امنیت ټېنګولو لپاره د اغزنو موانعو په ګډون نورې موانع په خپل حال دي.

د واشنګټن ډي سي د پولیسو ویاندې ایوا مالیکي امریکا غږ ته په یوه استول شوي ایمیل کې ویلي دي چې اوسنی وضعیت: «دا ایجابوي چې د استیضاح د محکمې او د کانګرس ودانۍ ته د دوامدارو متوجه ګواښونو لپاره د لوړې کچې امادګي ولري.»

د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ تېره اونۍ اعلان وکړ چې واشنګټن ډي سي ته د ملي ګارد ۲۷۰۰۰ استول شویو غړو له ډلې به یې ۷۰۰۰ د مارچ میاشتې تر نیمايي پورې هلته دیره وي.‌

چارواکي وايي د ملي ګارد هغه غړي چې بهر ته د ماموریت لپاره استول کېدای شي او د ضرورت پر مهال په خپلو ایالتونو کې ترې کار اخیستل کیږي،‌ هم به د سیمه ییزو ځواکونو سره په عامه اړیکو او د ګڼې ګوڼې په کنترول کې مرسته کوي.

د دې تر څنګ د واشنګټن ډي سي ښاروالې غوښتنه کړې ده چې د ملي ګارد ۵۰۰ سرتیري دې د ممکنه بدې پېښې د کنترول لپاره اماده وي.

د ولسمشر ټرمپ د استیضاح محکمه به د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا په مجلس کې وي. د هغه د محکوم کېدو لپاره د ټولو دموکرات غړو د رایو تر څنګ د جمهوریت غوښتونکو ۱۷ رایې په کار دي.

د امریکا سنا ټول ۱۰۰ غړي‌ لري.

ښاغلی ټرمپ تورن دی چې خلک یې پارولي او هغوی د کانګرس پر ودانۍ برید کړی دی.

دونالډ ټرمپ د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې ونه منلې او ادعا یې وکړه چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده، خو خپله ادعا یې ثابته نشوه کړی.