د غزني ښار امنیتي وضعیت عادي حالت ته ګرځیدلی

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د افغان ځواکونو له چاڼیزو عملیاتو وروسته، طالبان په بشپړ ډول د غزني له ښار څخه ایستل شوي او د امنیتي وضعیت عادي حالت ته ګرځیدلی دی.

د غزني ښار یو شمیر اوسیدونکو هم امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د ښار عام خلک هم نن د چهارشنبې په ورځ (زمري ۲۴) د پخوا په څیر بازارونو ته راوتلي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې افغان ځواکونه د ښار په لویدیځ او جنوب ختیځه څنډو کې پر چاڼیزو عملیاتو او تلاشیو بوخت دي.

ښاغلي نوري وویل "که څه هم پرون په قسمي ډول ارتباطي کرښې نښلول شوي، خو لا هم د بریښنا د نشتوالي له امله په ښار کې ټيلیفوني اړیکې پرې دي، خو هغه ارقام چې موږ راټول کړي دي، په تیرو څلورو وروځو کې له ۴۰۰ څخه زیات طالبان چې اکثره یې پاکستان او چیچني اتباع دي وژل شوي او لسګونه نور یې ټپیان دي".

هغه زیاته کړه، چې د غزني د ولایتي روغتون د شمیرو له مخې، د غزني په څلور ورځنۍ جګړه کې د افغان ځواکونو له سلو زیات امنیتي منسوبین وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د ښاغلي نوري پر وینا، په دغو جګړو کې له ۴۰ زیات ملکي افغان هم وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د غزني ښار اوسیدونکي وايي، که څه هم اکثره سوداګریز مارکیټونه، لوړۍ ودانۍ او حکومتي بنسټونه د جګړې له امله ویجاړ شوي دي، خو په ښار کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی.

د دغه ښار اوسیدونکی محمد سروش وايي "نن ډير زیات خلک له خپلو کورونو څخه وتلي دي او ښار او بازار ته تللي دي او په هره سیمه کې امنیتي ځواکونه چیک‌پواینټونه لري او وضعیت په بشپړ ډول د یوې دوه اونۍ پخوا په څیر شوی دی".

پر لویو لارو د ماینونو ګواښ

د کابل – کندهار لویه لاره شاوخوا پنځه ورځې د ترافیکو پرمخ تړلې وه. چارواکي وايي، چې اوس لاره پرانیستل شوې خو لا هم په کې د ماینونو ګواښ شته دی.

د زابل د شاجوی ولسوال وزیرمحمد جوادي وايي، د دغې ولسوالۍ د حسن کاریز په سیمه کې د ملکي خلکو د سپرلۍ پر موټر د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې څلور مسافر وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي.

ښاغلي جوادي امریکاغږ - اشنا ته وويل "د کابل کندهار لویه لار باندې د وسله والو طالبانو له لوري ماینونه موږ له تیرې ورځې راهیسې له منځه وړي او دا هڅې لاهم دوام لري، خو د حسن کاریز په سیمه کې چې غزني ولایت ته نږدې پرته سیمه ده دغه پېښه پکې رامنځ ته شوې چې څلور مسافر وژل شوي او ۲ نور پکې ټپیان دي".

د غزني ولایتي شورا مشره لطیف اکبري وايي، چې افغان ځواکونه د غزني له ښار بهر پر چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

هغې امریکا غږ – آشنا ته وویل "د کابل – کندهار لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده، اوس په ښار کې دننه جګړه نشته، خو له ښار څخه بهر د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري".

د ترانسپورتي شرکتونو مسولین هم وايي، چې نن سهار د مسافرو لسګونه بس موټر جنوبي او لویدیځو ولایتونو په لور خوځېدلي دي.

د یوناما اندېښنې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په یو بیان کې د غزني جګړې ته په اشارې د افغانانو ترمنځ پر یووالي ټينګار کړی دی.

د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو په یو بیان کې ویلي " د غزني ښار لپاره جګړې ناورینونو ته لمن وهي او د افغاني ټولنو ویش ته وخت برابروي، په داسې حال کې چې یو والي ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا ده".

د دغې ادارې پر وینا، لا هم د غزني وضعیت د عامو خلکو لپاره ترینګلی دی، ځکه چې د جګړو له امله د بریښنا سیستم پرې شوی، اوبه او خوراکي مواد کم شوي دي.

یونام له ښکیلو خواوو څخه غوښتي، چې د مرستې رسولو ډلو د خوندیتوب ډاډ ورکړي او د مرستې رسونې بهیر باید له مداخلې پرته او د بشرپالنې د اصولو پر بنسټ ترسره شي.

د یوناما مشر یاماموتو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان جګړه له پوځي لارو چارو څخه په استفادې نه حل کیږي "د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې اترې ډېرې مهمې دي ترڅو ګډ اهداف په نښه او پراخه کړي".

ښاغلي یاماموتو ویلی، ملګري ملتونه له ټولو هغو هڅو څخه ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې د سولې له راوستلو سره مرسته کولی شي.

د افغانستان جمهوري ریاست، په غزني ښار کې د جګړو له امله د اوښتو مالي او ځاني زیانونو او د خلکو د اړتیاو د ارزولو په موخه د جیګپوړو چارواکو یو پلاوی غزني ته استولی دی.

د تیرې جمعې په شپه سلګونو وسله‌والو طالبانو د غزني پر ښار له څوو اړخونو ډله‌ییز بریدونه وکړل او له افغان ځواکونو څخه یې د ښار ځینې سیمې یې ونیولې.