سناتور رانډ پال افغانستان ته د نورو عسکرو لیږلو سره مخالفت وښود

.

امریکایي سناتور رانډ پال د دوشنبې په ورځ د افغانستان په هکله د ټرمپ د تگلارې د اعلانولو نه څو ساعته مخکې یوه اعلامیه خپره کړیده چې یې پکې افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو سره مخالفت څرگند کړیدی.

ډاکټر پاول وایي چې "د افغانستان ماموریت اوس بی معنی دی او زما په فکر دغې جگړې ته د نورو عسکرو د لیږلو پریکړه بیخې نامناسبه ده."

ډاکټر پال په دی نظر دی چې د جنگ په هکله د فیصلې حق دې یواځې د کانگرس سره وي. هغه په تیره کې په دی برخه کې مبارزه هم کړیده.

پال په دی نظر دی چې که چیرته امریکا غواړي په افغانستان کې پوځي ماموریت ته دوام ورکړي نو باید په کانگرس کې پرې رایگیري وشي.

افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو په مسله د کانگرس غړي ویشل شوي خو زیاتره حکومتي لوړپوړي چارواکي غواړي چې افغانستان ته نور عسکر واستول شي چې هلته د افغانستان د عسکرو د روزنې سره مرسته وشي.