کرملین: اوکراین ته پوځیان لیږل د لویدیځ 'په ګټه نه دي'

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۷ (کب ۸) وویل چې اوکراین ته د سرتیرو لیږل د لویدیځو هیوادونو په ګټه نه دي، پیسکوف دا څرګندونې وروسته له هغه کړي چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اوکراین ته د پوځیانو لیږلو اختیار رد نه کړ.

مکرون د دوشنبې په ورځ په پاریس کې د اروپايي مشرانو له یوې غونډې وروسته اعلان وکړ چې اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو او مهماتو د برابرولو لپاره به یو نوی ایتلاف جوړ کړي او زیاته یې کړه چې د روسیې له یرغل سره د مبارزې لپاره د لوېدیځو ځمکنیو پوځیانو استول هم باید رد نکړل شي.

مکرون وویل: "نن د ځمکنیو ځواکونو د لېږلو په اړه اجماع نشته، خو هېڅ شی باید رد نکړل شي. موږ به هر هغه څه وکړو چې یقیني کړي روسیه دا جګړه نه شي ګټلی."

هغه وویل چې نوی ایتلاف به اوکراین ته د "منځني او اوږد واټن توغندیو او بمونو" رسولو لپاره جوړ شي او زیاته یې کړه: "موږ باوري یو چې د روسیې ماتې په اروپا کې د امنیت او ثبات لپاره اړینه ده."

د مکرون د څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې پیسکوف وویل: "دا په بشپړ ډول د دې هیوادونو په ګټه نه دي ، دوی باید پدې پوه شي." هغه زیاته کړه چې ډیر هیوادونه "د دې ډول کړنو د احتمالي خطرونو په اړه دقیقه ارزونه کوي."

هغه وویل: "دا حقیقت چې د ناټو له هېوادونو څخه اوکراین ته د یو شمېر ځواکونو د استولو پر امکان خبرې کېږي، یو ډېر مهم نوی عنصر دی."

پیسکوف زیاته کړه چې کرملین "روسیې ته د ستراتیژیکې ماتې ورکولو د اړتیا په اړه د ښاغلي مکرون د دریځ په اړه ښه پوهیږي".

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په اوکراین کې د ناڼو د سرتیرو شتون به د ناټو او روسیې ترمنځ د مستقیمې نښتې لامل شي، پیسکوف وویل: "په دې حالت کې موږ اړتیا لرو چې د احتمال په اړه نه بلکې د اجتناب ناپذیرې مستقیمې نښتې په اړه خبرې وکړو."

هغه وویل: "دا هیوادونه اړتیا لري چې له ځانه وپوښتي چې ایا [مستقیمه نښته] د دوی او د دوی د اتباعو په ګټه ده."