بامیان کې دوه پولیس پر یوې ښځې په جنسي تیري تورن شوي

دوه پولیس پر یوې ښځې په جنسي تیري تورن شوي

د بامیان ولایتي چارواکي وايي د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ دوه جګ پوړې صاحب منصبان پر یوې ښځې باندې پر جنسي تیري تورن شوي دي.

خو چارواکي وايي د یوې ښځې له خوا پر دغو صاحب منصبانو باندې د جنسي تیري د ادعا وروسته د پولیسو دا دواړه صاحب منصبان له دغه ولایت څخه تښتیدلي دي.

د بامیان امنیه قومندان جنرال محمد صادق مرادي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغې قومندانۍ دوه جګ پوړې صاحب منصبان د لوی اختر په دوییمه ورځ پر یوې ۲۵ کلنې ښځې باندې پر جنسي تیري د تورن کیدو وروسته له سیمې تښتیدلي دي.

ښاغلي مرادي وویل " قضیه تر پلټنو لاندې ده. تور پرې لګیدلی او دغې ښځې ادعا کړې، چې د جلب او جذب قومندان او د قومندانۍ د ټولې د قرارګاه قومندان د بامیان د امنیه قومندانۍ په میلمستون کې پر هغې تیری کړی دی".

د بامیان امنیه قومندان وویل، چې د بیلابیلو ادارو یو ګډ پلاوی د دې پیښې د ارزونې لپاره جوړ شوي دی.

ښاغلي مرادي وویل، د دغو صاحب منصبانو لټون روان دی.

د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست وايي، چې د دې پیښې قرباني میرمن د دغه ریاست د امن په کور کې اوسیږي

د ښځو چارو په ریاست کې د حقوقو مدیرې میرمن عزیزه احمدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دغه ښځه د تورنو صاحب منصبانو له خوا هغې سره د مرستې د ورکولو په بهانه د قومندانۍ میلمستون ته بلل شوې وه، چې بیا وروسته پرې دغو دوو صاحب منصبانو تیری کړی دی.

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو ملاتړې ادارې وايي، اکثره ښځې د خپل عزت د ساتلو لپاره پر هغوی د جنسي تیریو خبر بشري حقونو ادارو سره نه شریکوي.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ د یوې ادارې له خوا شوې سروې ښيی، چې د دغه هیواد په عامه ځایونو کې تر ۹۰ فیصدو پورې ښځې د زور زیاتې اود سړو د ناسم چلند سره مخ کیږي.