په غزني کې ۷ تښتول شوي ملکي وګړي خوشې شوي

په غزني پنځه تنه شپږ میاشتې وړاندې او دوه نور دوه اونۍ مخکې تښتول شوي وو.

په غزني کې محلي چارواکو منلې چې نن شنبه سهار د قره باغ ولسوالۍ د شیراباد او نیخته د سیمو اووه یرغمل شوي اوسیدونکي د اختطاف چیانو له منګولو ازاد شوي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري له امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل چې د نیخته د سیمې پنځه تنه اوسېدونکي شپږ میاشتې وړاندې د وسله والو مخالفینو له خوا یرغمل شوي او د ناوې په ولسوالۍ کې ساتل کیدل.

ښاغلي نوري وویل" دا پنځه یرغمل شوي د نیخته د سیمې اوسېدونکي وو شپږ میاشتې مخکې تښتول شوي وو، له وسله والو مخالفینو سره ساتل کیدل، دوه نور د شیراباد د سیمې اوسېدونکي وو چې دوه اوونۍ مخکې یرغمل شوي وو، دوی ټول نن خپلو کورنیو ته په شیراباد او نیخته کې وسپارل شول".

د غزني محلي چارواکي وايي، چې دا وګړي د قومي متنفذینو، د ریاست جمهوري د لیږل شوي پلاوي او ددې ولایت د محلي چارواکو په هڅو او مرستو خوشې شوي دي.

دوه اوونۍ وړاندې د غیرې مسؤلو وسله والو په برید کې د شیراباد د کلي د یوه کور دوه تنه ووژل او دوه نور یرغمل کړل شول.

د شیراباد د کلي یوه اوسېدونکي طارق بویا امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل" د معترضینو غوښتنو ته ځواب ویل شوی، د شیراباد د کلي دوه تښتول شوي اوسېدونکي خوشې شوي دي".

له یوه کال راهیسې د قرباغ ولسوالۍ د دوو کلیو نیخته او شیراباد اوسېدونکو د اوبو په سر په خپلو کې سره په لانجه کې دي.

د غزني محلي چارواکي وايي، چې دا معضله به ژر اواره شي.