په لوګر کې د افغان پوځ عملیاتو کې د ۷ملکیانو د وژلو ادعا شوې

د لوګر ولايت په محمدآغې ولسوالۍ کې تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې يو شمېر کسان وژل شوي چې د سيمې د خلکو په وينا ملکي وګړي دي.

دغه عمليات د یادې ولسوالۍ په آب بازک سيمه کې شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، په دغو عملياتو کې چې ګډو ځواکونو ترسره کړي، له امله يې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان دي.

د دې پېښې په غبرګون کې نن سهار د سيمې اوسېدونکو د کابل – لوګر لويه لاره هم د څو ساعتوتو لپاره د اعتراض په توګه تړلې وه او له حکومت نه يې وغوښتل، چې د يادې پېښې عاملين ونيسي او د قانون له مخې سزا ورکړي.

د لوګر ولايت مقام مطبوعاتي دفتر بيا وايي چې دغه عمليات د ۰۱ ځانګړې قطعې له لوري له ولايتي مسؤلينو سره له همغږۍ پرته ترسره شوي دي.

سرچينه زياتوي چې د پېښې پلټنه پيل شوې څو معلومه شي چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او که وسله وال طالبان دي.

تر دامهاله د۰۱ قطعې مسؤلینو هم تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د وسله طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوه استولې خبرپاڼه کې ويلي، چې په يادو عملياتو کې د دوی ملګرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د پېښې ټول قربانيان ملکي وګړي دي.