چین د کرونا وبا د نوې څپې مخنیوي لپاره ۱۷ میلیون خلک قرنطین کړل 

چین د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د یو ښار ۱۷ میلیون وګړي‌ قرنطین کړي

د چین حکومت نن یکشنبه مارچ ۱۳ (کب ۲۲) د کروناویروس د نوې څپې «اومیکرون» د مخنیوي لپاره د دغه هېواد یو لوی ښار شینژن چې ۱۷ میلیون نفوس لري، قرنطین کړی دی. حکومت له خلکو غوښتې چې له کورونو څخه ونه وځي.

نوی قرنطین داسې مهال اعلان شوی دی چې په چین کې د کرونا ویروس ۳۴۰۰ نوې پېښې ثبتې شوې دي. د اومیکرون بڼه تر دې مخکې په هانګ کانګ کې خپره شوې وه.

د شینژن حکومت د اعلامیې په اساس به نوی اعلان شوی قرنطین او د عمومي‌ ترانسپورت د چارو ځنډېدل به د مارچ تر ۲۰ (اوه ورځې) دوام کوي. مقامات وايي چې په ښار کې به په ډله ایز ډول د کرونا ویروس درې دورې معاینات او ټسټونه کوي. تر دې مخکې د ښار‌په ځنیو تجارتي‌ سیمو کې قرنطین اعلان شوی و. دغه ښار کې د کرونا ویروس تازه ۶۶ پېښې ثبتې شوې دې.

د شينژن د روغتیا یو مسئول لېن هانچېنګ یوې خبرې غونډې ته وویل: «که [ویروس] په خپل وخت او جدي ډول کنترول نشي او مخه یې ونیول شي، په اسانۍ سره په لویه پیمانه په ټولنې کې خپرېدای شي.»

په چین کې د کرونا ویروس د پېښو په زیاتېدو سره چارواکي اړ شوي دي چې په شانهګای کې ښوونځي وتړي او په ځینو نورو شمال-ختیځو ښارونو کې قرنطین اعلان کړي.

په همدې حال کې د چین په ۱۸ ولایتونو کې د «اومیکرون او دلتا» د مخنیوي هلې ځلې پیل شوي دي.

چین، چې د کرونا ویروس د زېږېدو او خپرېدو اصلي ځای دی، د کرونا ویروس د مخنیوي «کویډ صفر» جدي تګلاره لري. د دغې تګلارې په اساس په هره سیمه کې چې دا ویروس وموندل شي، هلته ژر تر ژره قرنطین اعلانېږي، په سفر بندیزونه لګول کېږي او په ډله ایز ډول خلک معاینه کېږي. خو داسې ښکاري چې د کرونا ویروس نوې څپې د چین دغه تګلاره له یوې ازموینې سره مخامخ کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې په شانهګای کې په ښار کې لا خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو سپارښتنه نه ده شوې، خو په انفرادي استوګنو کې قرنطین اعلان شوی او د ویروس د مخنیوي‌ او د خلکو د معاینې هڅې ګړندې شوې دي.

د چین په شمال-خیتځ کې، چې اوس د کرونا ویروس مرکز بلل کېږي، د جیلن ښار په ځینو برخو کې قرنطین اعلان شوی دی. په همدې حال کې له شمالي کوریا سره په سرحد کې نژدې د ینجي په ښار کې،‌ چې شاوخوا ۷۰۰زره اوسېدونکي لري، خلکو ته ویل شوي چې په کورونو کې پاتې شي.