طالبانو کابل کې د 'عبدالعلي مزاري' څلی ړنګ کړی؛ غبرګونونه پرې څه دي؟

د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر په ګډون یو شمیر پخوانیو سیاسي مشرانو د کابل په لودیخه خوا کې د عبدالعلي مزاري په نوم د نومول شوې څلور لارې تخریبول غندلي دي.

د طالبانو حکومت د ښار په لویدیځه خوا پل سوخته کې د پخواني جهادي مشرعبدالعلي مزاري په نوم یوه نومول شوې څلورلارې کې د هغه درول شوی څلی ړنګ کړی، خو د هغه د ګوند ځینو مشرانو، مخکني حکومت او پارلمان ځینو چارواکو په دې اړه تند غبرګونونه ښودلي او دا کار یې غندلی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د طالبانو د حکومت د کابل ښاروالۍ کارکوونکي د شپې له خوا د پل سوخته په سیمه کې په یو بلدوزر باندې د 'حزب وحدت ګوند' د پخواني مشرعبدالعلي مزاري په نوم نومول شوې څلور لارې کې یو څلی ړنګوي.

دا ځلی چې په افغانستان کې د جمهوري رژيم پر مهال جوړ شوی، د مزاري تصویر هم په کې کښل شوی دی.

په تیر حکومت کې د پخواني جمهور رئیس سلاکار او د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت د ګوند مشر محمد محقق دا کار غندلی دی او هغه یې د افغانستان د یو قوم په جهادي او قومي هویت باندې څرګند تیری بللی دی.

مححق په خپل ایکس حساب کې لیکلي: " د کابل په مزاري چوک کې د شهید مزاري او نورو ګرانو شهیدانو د یاد د څلي ویجاړول د افغانستان د خلکو د یو لویې برخې اوسیدونکو پر جهادي او قومي هویت باندې څرګند تیری او د طالبانو له خوا د قومي او مذهبي تبعیض د سیاستونود پلي کولو په برخه کې د کرکې یو عمل دی، چې د هیواد د ملي وحدت په ګټه نه دی."

تراوسه لا طالبانو په رسمي ډول ددغې څلور لارې د ورانوالو علت په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د تیرو دوو میاشتو راهیسې د کابل ښاروالي په دغه سیمه او د بریکوټ "دهمزنګ" او د میرویس میدان" کوټه سنګي ترمنځ هم د یو سړک د جوړولو کار پیل کړی، چې د سړک په اوږدو کې یې د دولتي ودانیو په ګډون د ځینو ودانیو دیوالوونه هم ړنګ کړي دي.

په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي چې ټاکل شوې طالبان ددغې څلور لارې نوم د " دشت برچي څلور لارې" ته واړوي. اوس مهال دا څلور لارې د "شهید مزاري" په نوم یادیږي.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې پخواني غړي عارف رحماني هم د طالبانو د حکومت دغه اقدام ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې مزاري یوه مجسمه، میدان، واټ، کلی او ښار نه دی چې ورته په سپکاوي او تخریبولو سره وکولای شي چې اهمیت، مقبولیت او د هغې ځلیدل را کم کړي.

هغه لیکلي دي چې "د ټولنې او قدرت په مناسباتو کې یو خط او روښانه اخلاقي لوری دی".

همداشان د افغانستان د مخکني حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرې معصومه خاوري هم د دغې څلور لارې ړنګیدو ته غبرګون ښودلی دی.

میرمن خاوري ویلي: " ولې د شپې یې تخریب کوي؟ د شپې تیاره د هغوی پر رسوایي باندې یوه ښه پرده ده. یو ځل بیا ډاډه شوم چې دغه تروریستي ډله په زړه کې ویره لري او هغه هم ...د خلکو د قهر څخه ویره. او ښه ده چې مونږ هم په خپل ډله ییز قدرت باندې خپرشو."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک د بیا ترلاسه کولو وروسته ددغه هیواد په شمیر ښارونو کې ځینې څلور لارې ویجاړ کړي او په دغو څلور لارو کې درول شوې مجسمې یې هم ړنګې کړي دي.

طالبانو په کابل کې د پخوانیو مجاهدینو د قومندان احمدشاه مسعود په نوم نوملول شوې څلور لارې نوم هم بدل کړی او بیرته یې د صحت عامې د څلور لارې په نوم مونولی ده.