په امریکا کې په زرگونو نجونې د جنسي غلامۍ ښکار شوي

د جنسي غرض لپاره د میرمنو قاچاق ته په نړۍ کې بیلا بیل نومونه ورکړل شویدي. ځینې یې جنسي غلامي یا مریتوب ګڼي او ځینې یې بیا د جنسي غرض د پوره کولو لپاره د میرمنو نه ناوړه ګټه اخیستل ګڼي خو یوه ټولنه چې کوښښ کوي مخه یې ونیسي دې کار ته یې د ناجایزه جنسي غرضونو د پوره کولو لپاره د میرمنو د قاچاق نوم ورکړی.

دغه ټولنه وایي میرمنې په زور، دوکې او جبر دیته مجبوره کیږي چې د پیسو په مقابل کې د سړیو سره ناجایزه جنسي اړیکې ونیسي.

د انساني قاچاق د معلوماتو یو مرکز ویلي دي چې په 2016 کال کې هغوي ته د پنځه اویا زره انسانانو د قاچاق په اړه معلومات ورکړل شویدي.

د امریکا د واشنګټن ډي سي په ښار کې اکثره جینکۍ چې د ناجایزه جنسي اړیکو ښکار شویدي، د هغو کورنیو غړي دي چې د منځنۍ یا پورته کچې عاید لري.

سړي په لومړي سر کې هغوي سره مینه کوي، او بیا ورسره زور زیاتی کوي.

د امریکا غږ پدې راپور کې د یوې داسې نجلۍ قصه بیان شوې چې د ناجایزه جنسي زور زیاتي ښکار شویده.

د کیټ په نامه څوارلس کلنه کیټ، په نهم ټولګې کې وه. هغه څوک چې کیټ یې تښتولې وه یو ویشت کلن لویز دی. دواړو یې په یوه ښوونځي کې په ګډه درس وایه.

کیټ وایي لویز ورته په فیس بوک کې پیغام ولیکه چې سترګې دې ښکلي دي او د هماغې ورځې نه ورسره مینه پیدا شوله. لویز به د شپې کیټ د خپل کور نه ایستله او د ځان سره به یې محفلونو ته بیوله. خو یوه شپه داسې هم راغله چې کیټ د شپې کور ته رانغله. کیټ خپله قصه امریکا غږ ته داسې وکړله.

" ما فکر کاوه چې هغوي په ریښتیا زما د ښایست صفت کاوه ځکه چې زما یې ډیر خیال ساته. خو وروسته پوه شوم چې هغوي زما نه ناوړه ګټه اخیسته. زړو سړیو زما سره جنسي زور زیاتی کاوه. کله نا کله به مې په سترګو توره تیاره راتله. تر اوسه مې هم په سترګو یو دم توره تیاره شي. زما د وجود دننه هم ډیر زخمي شوی."

د لویس په نامه هغه کس چې ځان یې د دې نجلۍ عاشق ګاڼه، په حقیقت کې د ایم ایس دیارلس په نامه د بدمعاشانو د ډلې غړی و. دا په مرکزي امریکا کې یو تر ټولو خطرناکه جرمي ډله ده.

کیټ وایي د بدمعاشانو دې ډلې په زوره مجبوره کوله چې پوډر او نور مخدره مواد وکاروي او کومې پیسې یې چې په هغې ګټلې، د بدمعاشانو همدې ډلې اخیستلې.

کیټ وایي هیڅ نه پوهیده چې چیرته ده او پدې هم نه وه خبره چې یوه ورځ به بیرته د خپل کور سره یو ځای شي. د هغې مور امي پدې اړه امریکا غږ ته داسې وویل" هغه زما د ژوند مینه ده. هغه زما کشرۍ لور ده. کله چې هغه لادرکه شوه نو زما زړه راته ویل چې باید ورپسې وګرځم او پیدا یې کړم. "

کیټ وایي د ام ایس دیارلس بدمعاشانو ډلې غوښتل چې هغه کوم بل ښار ته بوځي خو په همدې وخت د پولیسو موټر راغلل او هغه یې وژغورله. کیټ اوس کوژدنه کړې او ډاکټران یې په علاج اخته دي.