پېښور کې د شاه رخ خان د تره لور په انتخاباتو کې برخه اخلې

د شاه رخ خان د تره لور د پاکستان په راتلونکې انتخاباتو کې برخه اخلي، هغه به د پېښور نه د عوامي نیشنل گوند په ټکټ ودریږي.

د بالي ووډ د مشهور اداکار شاه رخ خان د تره لور د پاکستان په رالونکې انتخاباتو کې برخه اخلي. هغه د باچا خان د کورنۍ د سیاسي گوند د عوامي نیشنل گوند لخوا د صوبايي اسامبلۍ لپاره په انتخاباتو کې برخه اخلي.

نورجهان وایي چې د ANP گوند د ښځو لپاره په مخصوصو څوکیو هغه صوبایي اسامبلۍ ته راوستل غواړي.

اغلې نورجهان امریکاغږ ته وویل چې شاه رخ خان د پاکستان او د هند د اړیکو د خرابیدو له کبله اندیښنه لري. هغې وویل چې خان غواړي چې پاکستان ته راشې خو د امنیتي وضع له کبله هغه دا کار نشې کولی. هغې زیاته کړه چې که هغه پاکستان ته راشي نو ډیر سخت امنیتي انتظاماتو ته به ضرورت ولري نو ځکه هغه نه راځې خو خواهش لري چې خپلو ماشومانو ته خپل پلرنی وطن ور وښیي.

نورجهان وایي چې د هندوستان د ازادۍ په وختونو کې د هغې کورنۍ د ازادۍ په مبارزې کې ډیر کوښښونه کړې و. د هغې پلار غلام محمد گاما پنځه ورونړه او یوه خور لرل. د شاه رخ خان پلار تاج محمد یې کشر ورور و. تاج محمد په ١٩۴٦ کال کې د زدهکړه لپاره د پیښور نه دهلې ته کډه وکړه.

نورجهان وویل چې په ١٩٧٥ کال کې تاج محمد پیښور ته راغی نو شاه رخ ورسره هم و، بیا په ١٩٨٠ کال کې شاه رخ خان او د هغه خور دواړه پیښور ته راغلل.

نورجهان وایي چې هغه او شاه رخ خان همځولې دي نو ځکه یې د یو بل سره روابط ساتلې دي او د شاه رخ د واده نه وروسته هغه د خپل میړه سره هند ته لاړه نو شاه رخ یې ډیر درناوې وکړ.