د شاه رخ خان نوي فلم جوان تر دې دمه څه باندې ۱۰۰ میلیون ډالر ګټلي

د هند د سینما د وتلي ستوري شاه رخ خان نوي فلم، جوان، چې د سپتمبر په اوومه بازار ته وتلی دی، تر دې دمه یې په ټولې نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیون ډالر ګټه کړې.

د فوربیس مجلې د راپور په اساس، د دغه فلم عاید د سپتمبر په ۱۳ نېټه ۱۰۹ میلیون ډالرو ته ورسېده. دا په داسې حال کې ده چې د دغه فلم ټکټونه هره ورځ په سینماګانو کې خرڅېږي.

د جوان فلم یوازې په متحدو ایالتونو کې ۸۹ میلیون ډالر ګټلي دي.

امریکايي شرکت Comscore چې په نړۍ کې فلمونه ارزوي او تحلیلوي، د جوان فلم درېیم داسې فلم بللی دی چې په یوې اوونۍ کې یې ډېر عاید کړی دی.

دا فلم په دویمې اوونۍ کې په نړۍ کې ۱۲ میلیون ډالر عاید درلوده او په ټولې نړۍ کې پنځم فلم شو چې په دومره موده کې ډېره ګټه کوي.

په دغه فلم کې د شاه رخ تر څنګ د هند د تامیل سینما ځینې ستوري هم لوبېدلي دی.

شاه رخ په دغه فلم کې د پلاراو زوی دوه روله لري. دپیکا پدونکی یې په فلم کې ښځه ده.

دا فلم په ۱۰۰۰۰ سینمايي پردو کې نندارې ته وړاندې شوی چې ۶۰۰۰ یې په هند کې وې.

تر دې مخکې د شاه رخ بل فلم پټان هم ډېر کتل شوی و او شاوخوا ۱۳۰ میلیون ډالر ګټه یې کړې وه. د پټان فلم په روان کال کې د هند تر ټولو لوړ عاید لرونکی فلم ګڼل شوی دی.