ولسمشر غني: افغانستان د سولې د ټینګښت هیله لري

د افغانستان او پاکستان مشرانو د شانګهای د غونډې په ضمن کې له یوبل سره د قزاقستان په آستانه کې وکتل

ولسمشر غني:د افغانستان حکومت د سولې د ټینګښت په برخه کې یواځې په هیله اکتفا نه ده کړې، بلکې په عمل کې یې هم خپل ظرفیت ښودلی دی چې بېلګه یې له حزب اسلامي سره سوله ده.

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر محمد نواز شریف د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې په ضمن کې دوه ورځې مخکې سره ولیدل.

جمهور رئیس غني یوځل بیا د پاکستان سره په ګډه د تروریزم پرضد په مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه وکړله.

د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر وايي په دې لیدنه کې دواړو مشرانو موافقه وکړله چی د ترهگرو ډلو خلاف د ځواکمنو او مشخصو اقداماتو په خاطرد څلور اړخېزو مذاکراتو له تشکیل نه کار واخلي. په دې څلورو اړخونو کې افغانستان، پاکستان، چین او متحده ایالات شامل دي. پردې سربېره به په خپل منځ کې له دوه اړخیزو لیدنو کتنونه هم کار واخیستل شي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه وویل: جمهوررئیس او د پاکستان صدراعظم دشانگهای د کنفرانس په حاشیه کې ملاقات کې وکړ. په دې ملاقات کې دواړو خواو دیوې مشترکې کاري ډلې پرجوړېدلو توافق کړی دی. همدارنگه د پاکستان حکومت ژمنه وکړله چې دوی به دهغو ډلو پر خلاف باندې ا قدام کوی چی هغه د سولې له پروسې سره نه یوځای کېږي.

په دغه ملاقات کې دواړو خواو پدې موافقه کړې چې د دواړو هیوادنو کاري ډلگۍ به وټاکل شي او دواړه هیوادونه به په خپل قلمرو کې د ترهګرو د پټو ځایونو او د تمویل د منابعو د له منځه وړلو هڅې پیل کړي.

‎ افغانستان او پاکستان همدارنگه توافق وکړ چی په دې اړه خپل پروگرامونه له یوبل سره شریک او هما هنگ کړي. ددواړو هېوادونو د کاري ډلگیو لومړۍ غونډه به په دې باب په کابل کې دایر شي او ترهغې وروسته به اسلام اباد ددې غونډې کوربه وي.

د دواړو هېوادونو مشرانو په دې هم موافقه وکړه، چې د څلور اړخېزې همغږۍ له غونډې څخه په افغانستان کې د سولې دپراخېدو لپاره استفاده وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني

جمهوررئیس غني وویل افغانستان د سولې د ټینګښت هیله لري. هغه زیاته کړه: ” د افغانستان حکومت د سولې د ټینګښت په برخه کې یواځې په هیله اکتفا نه ده کړې، بلکې په عمل کې یې هم خپل ظرفیت ښودلی دی چې بېلګه یې له حزب اسلامي سره سوله ده چې دا په خپل ډول نوعیت کېپه تېرو ۴۰ کلونو کې لومړنۍ سوله ده.“ جمهور رئیس وویل خو طالبان په دې برخه کې زیات وخت نه لري، ځکه د دوی د کرغېړنو کړنو له امله د افغانستان د خلکو او د نړیوالې ټولنې زغم پای ته رسېدلی دی.“

دواړو لورو همداراز هوکړه وکړه، چې د هغو ډلو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي چې د سولې په بهیر کې له ګډون څخه سرغړونه کوي.