شهباز شریف د دوهم ځل لپاره د پاکستان د صدراعظم په توګه وټاکل شو

شهباز شریف د دویم ځل لپاره د پاکستان د صدراعظم په توګه وټاکل شو

شهباز شریف د یکشنبې په ورځ، مارچ دریمه (کب ۱۳مه) د دویم ځل لپاره د پاکستان د صدراعظم په توګه وټاکل شو. شریف د یو کمزوري ایتلاف مشري کوي چې د مخالف ګوند د زنداني شوي مشر عمران خان پلویان یې څنډې ته کړي دي.

د پاکستان د پارلمان یا ملي اسمبلۍ وکیلانو چې تازه یې لوړه کړې، شهباز شریف په ۲۰۱ مثبتو رایو پداسې حال کې د صدراعظم په توګه وټاکه، چې د عمومي انتخاباتو څخه د دریو اونیو په تیریدو سره لاهم په ټاکنو کې د پراخو درغلیو تورونو ته ځواب ندی ویل شوی.

شهباز شریف له ټاکل کیدو وروسته د فبرورۍ د اتمې انتخاباتو ته په اشارې پارلمان ته وویل: "هیچا اکثریت نه دی ګټلی. دا یو ویشل شوی واک دی. او دا دیموکراتیکه لاره ده چې که چیرې واک ویشل شوی وي، نو همفکره ګوندونه کولی شي ایتلافي حکومت جوړ کړي."

د شریف د پاکستان مسلم لیګ نواز کورني ګوند د خپل تاریخي سیالانو پاکستان پیپلز ګوند (پي پي پي) او همدارنګه د څو کوچنیو ډلو سره اتحاد وکړ، ترڅو د عمران خان کاندیدان له صحنې لرې وساتي.

په بدل کې د پيپلز ګوند ته چې د پخوانۍ صدراعظمې بېنظير بوټو د کورنۍ اړوند ګوند دی، د بېنظير بوټو میړه اصف علي زرداري ته د ولسمشرۍ د څوکۍ د ورکولو ژمنه شوی ده.

پخوانی صدراعظم عمران خان د ټاکنو په جریان کې زندان ته واچول شو او له کاندیدیدو منع شو. د هغه د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي ونیول شول او پرې محدودیتونه ولګول شول.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند کاندیدان مجبور شول چې په مستقله بڼه انتخاباتو ته ودریږي، خو بیا هم د بل هر ګوند په پرتله یې ډیرې څوکۍ ترلاسه کړې.

د زیاتو څوکیو د ترلاسه کولو سره سره، دغه ګوند د حکومت د جوړولو لپاره په پارلمان کې د اړتیا وړ رای ترلاسه نکړې او د شریف بیرته راستنیدو ته یې لاره هواره کړه.

عمر ایوب خان د شهباز شریف پر وړاندې د عمران خان د وفادارو وکیلانو د خوښې نوماند په توګه ودرېد او ۹۲ رایې یې وګټلې.

عمر ایوب خان پارلمان ته وویل: "هغوی زموږ مشران زنداني کړل، زموږ انتخاباتي نښان یې واخیست، په انتخاباتو کې یې درغلۍ وکړې، خو موږ لاهم ولاړ یو او په خپل دریځ به ودریږو."

۷۲ کلن شهباز شریف د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۲ کال کې د پاکستان د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړه او د همدې ورته اتحاد په نتیجه کې یې د کرکټ پخوانی ستوری عمران خانې له واکه لرې کړ.

د څیړونکو په اند داسې بریښي چې شهباز شریف به د خپلې لومړۍ دورې صدرات په څیر د درې اړخیز بحرانونو سره مخ شي چې د پاکستان د څه دپاسه ۲۴۰ میلیونه ولس یې ځپلی دی.