د امریکا په یوې کلیسا کې په ډزو کې یو تن وژل شوي

د متحده ایالاتو د کلیفورنیا په ایالت کې یکشنبه مۍ ۱۵ (غوایي۲۵) په ډزو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپي شویدي.

په سیمه کې د پولیسو څانګې په ټویټر کې لیکلي چې د پیښې په تړاو یو تن نیولی او هغه وسله هم تر لاسه شوې چې په برید کې ترې کار اخیستل شوی و. پولیسو د بریدګر په هکله نور جزیات ندي ورکړي.

پیښه پداسې یوې سیمې کې شوې چې ګڼ شمیر عبادت خانې پکې پرتې دي. د مسیحانو د څو فرقو د عبادت ځایونو یا کلیساګانو تر څنګ د یهوداونو یوه کنیسه هم پدې سیمه کې شته ده.

دا سیمه لومړی د پاخه عمر کسانو د اوسیدنې لپاره جوړه شوې وه خو وروسته په ښار بدله شوه. هلته شاوخوا ۱۸ زره کسان ژوند کوي او اتیا په سلو کې یې داسې کسان دي چې عمرونه یې تر ۶۵ کالونو څخه پورته دي.

د کلفورنیا والي ګیون نیوسم د دفتر لخوا په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې حالت د نږدې څخه څاري. په اعلامیې کې ویل شوي، "هیڅوک باید خپلو عبادت ځایونو ته د تګ څخه ډار ونلري".

د دې پیښه څخه یوازې یوه ورځ وړاندې د متحده ایالاتو د نیویارک په ایالت کې هم وایي یو سپین پوستي ۱۸ کلن هلک چې نظامي ډوله جامې او د مرمۍ ضد واسکټ یې پر تن و،په یوې مغازې کې دننه او د مغازې نه بهر په خلکو ډزې وکړلې او لږ تر لږه ۱۰ تنه یې ووژل.

پیښه پداسې یوې سیمې کې شوې چې ډیری اوسیدونکي یې تور پوستي امریکایان دي. چارواکو دا پیښه د "نژاد پر اساس افراطي تشدد" بللی. په پیښه کې ۳ تنه ټپي شوي هم دي.

په سیمه کې د پولیسو کمیشنر جوسيف ګرامګالیا په خبري کنفرانس کې وویل چې دا وسله وال د (Tops Friendly Market) مارکیټ ته په موټر کې ورغلی او د مغازې څخه د باندې او دننه یې په خلکو ډزې کړي.

د پولیسو دې مشر وویل" هغه په وسلو ښه سمبال و او تاکتیکي وسایل ورسره و. نظامي خولۍ یې هم په سر وه او پخپلې خولۍ کې یې کمره نصب کړې وه چې دا پیښه په مستقیمه توګه خپره کړي".

یوه غیرې انتفاهي ټولنه چې په متحده ایالاتو کې د تشدد هغه پیښې څارې او په هکله یې معلومات راټولوي چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل شوی وي، وایي په ۲۰۲۱ کال کې په ټولې امریکا کې ۲۱ زره کسان د تشدد په هغو پیښو کې وژل شوي چې وسله پکې کارل شوې.

همدې ټولنې ویلي چې د ډله ایزو ډزرو ۶۹۳ پیښې یې ثبت کړي چې ۷۰۲ کسان پکې مړه شوي. ډله ایزې ډزې معمولاً هغو پیښو ته ویل کیږي چې قربانیان یې لږ تر لږه ۴ یا تر دې ډیر کسان وي.