په امریکایي مرستو کې د فساد تورونه څومره دقیق دي؟

سیګار اداره په افغانستان کې د بیارغونې د پروژو په اړه د بې پرې او خپلواکې څارنې لپاره جوړه شوې ده.

د امریکا د کانګرس غړي هڅه کوي چې د د دغې ادارې پر مشر محدودیتونه وضع کړي. د افغانستان د ولسي جرګې غړي که څه هم د امریکا په مرستو کې فساد مني خو وايي چې د فساد په اړه باید څېړنې پراخې او دقیقې شي.

بل خوا کابل ښاریان وايي د امریکايي ماموریت له خوا په لګښتونو کې د فساد کچه تر هغه لوړه ده چې سیګار اداره یې په اړه راپورونه ورکوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د لګښت د څارنې ځانګړې ادارې یا سیګار د مشر جان سپکو هغه څرګندونو چې د افغانستان په بیارغونه کې یې د امریکايي لګښتونو د ضایعاتو او فساد په اړه کوي د ډېری امریکايي چاروکو غوسه راپارولې.

جان سپکو په افغانستان کې د امریکا د ماموریت په ځانګړي ډول له امنیتي سکتور سره د مرستې په برخه کې ډېرې ستونزې په ډاګه کړي خو د امریکا د کانګرس غړي هڅه کوي چې د سیګار مشر کنټرول کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي له افغانستان سره د امریکا په مرستو کې فساد مني خو وايي چې په دې اړه باید څېړنې دقیقي شي.

ښاغلی مجیدي وايي چې سیګار ته په کار ده پخپلو څېړنو کې له افغان حکومت سره له نږدې کار وکړي.

خو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول امریکا د مرستو په بهیر کې په لویه کچه فساد شوی او لا روان دی.

سیګار اداره په افغانستان کې د بیارغونې د پروژو په اړه د بې پرې او خپلواکې څارنې لپاره جوړه شوې تر څو په افغانستان کې د امریکا په مرستو د روانو پروژو موثریت پیاوړی او د فساد، ضایعاتو او سوی استفادې مخه ونیسي.