د افغانستان د وسله وال پوځ د وړتیا په اړه د مقاماتو خوشبیني او د سیګار شک

سره لدې چې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن په ګډون یو شمیر امریکایي چارواکو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړتیا ډاډ ښودلی او ویلي یې دي چې د طالبانو په مقابل کې د هیواد د دفاع وړتیا لري خو د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي متفش دفتر یا سیګار په تازه راپور کې پدې هکله بل ډول نظر ورکړی.

سیګار پخپل تازه راپور کې چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیا په هکله یې د چارشنبې جولای ۱۴ (چنګاښ۲۳) خپور کړی، ویلي چې د شاوخوا ۲ کالونو او څه باندې ۸۸ ملیارده ډالرو لګولو نه وروسته هم د امریکا پوځ پدې هکله ډیر لږ شواهد لري چې وښیي آیا افغان امنیتي ځواکونه په یوازې توګه د دریدو توان لري.

د سیګار په راپور کې ویل شوي "دا چي د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د امریکا د مستقیم محاربوي ملاتړ پرته د دښمن په مقابل کې د دریدو توان لري، سخته پوښتنه ده. "

خو بل پلو بیا د امریکا د دفاع وزارت وایي چې افغانستان څه باندې ۳ سوه زره قوي امنتیي او دفاعي ځواکونه لري او د خپل ملاتړ په دوام ټینګار کوي.

تر دي وړاندې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن هم ویلي و چې افغانستان سقوط نکوي او دا چې افغانستان د نظام د پایښت لپاره د ځواکونو نه نیولې تر تجهیزاتو او نور ټولې وړتیا لري. ښاغلي بایډن ویلي و چې افغانستان ۳ سوه زره غښتلې اردو لري پداسې حال کې چې د وسله والو طالبانو شمیر ښآیي ۷ زره وي.

د پنټاګان ویاند جان کربي د چارشنې په ورځ خبریالانو پرته لدې چې ووایي په جګړې کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو وړتیا څه ډول ارروي وویل، " هغوي (د افغانستان امنیتي ځواکونه) ډیرې ګټې لري. "

د پنټاګان ویاند وویل، " هغوي ( د افغانستان امنیتي ځواکونه نسبت طالبانو ته د هوا او ځمکې د لارې ډیرې وړتیاوې لري. د شک پرته چې د امریکا مالي او لوژستیکي ملاتړ به هم ورسره وي."

خو زیاته یي کړه چې بلاخره دا د هغوي پدې اړتیا پورې اړه لري چې د دې امتیازاتو نه څه ډول ګټه اخلي.

د سیګار په راپور کې د امریکا د پوځ لخوا د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې او سلا مشورې پروګرام ستایل شوی . په راپور کې ویل شوي چې د همدې پروګرام له کبله افغانستان د ځانګړو عملیاتو او هوایي قواوو نسبتاً مسلکي ځواکونه لري.