سیګار: د افغانستان سره د امریکا د مرستو راتلونکې ناڅرګنده ده

د افغانستان د بیار رغونې لپاره د امریکا د سر مفتش دفتر (سیګار) په تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان سره د متحده ایالاتو د مرستو راتلونکې معلومه نده.

دا راپور چې د امریکا کانګریس ته چمتو شوی پکې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د سپټمبر د میاشتې په ۲۹ سیګار ته ویلي چې "متحده ایالات طالبانو او یا د افغانستان د حکومت هیڅ یوې برخې ته مرستې نه ورکوي".

د امریکا د مرستو د بندیدو تر څنګ په بهر کې د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا ۱۰ میلیارده شتمني چې ډیری برخه یې په متحده ایالاتو کې ده، کنګل شوې. د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې د دې شتمنیو د خلاصیدو لپاره هیڅ پلان نشته.

خو د سیګار په راپور کې ویل شوي چې د امریکا د خزانې وزارت د سپټمبر د میاشتې په ۲۴ مې دوه عمومي جوازونه صادر کړل او افغانستان ته یې د مرستو رسولو ته اجازه ورکړله.

د متحده ایالاتو د حکومت په لومړني جواز لیک کې ویل شوي و چې غیرې حکومتي ادارې او د ملګرو ملتونو په ګډون ځانګړې مؤسسې په طالبانو د لګیدلو بندیزونو سره سره، کولی شي د افغانستان د ولس سره د بشري مرستو په خاطر د طالبانو سره کار او همکار وکړي.

د دویم جواز پر اساس اجازه ورکول کیږي چې خوراکي مواد، دارو درمل او نور مواد افغانستان ته وارد شي.

د دې تر څنګ متحده ایالاتو تیره ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان سره د۱۴۴ میلیونه ډالره تازه بشري مرستې کوي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا ویاندې امیلي هورن په یوې اعلامیې کې ویلي چې افغانستان ته بشري مرستې پخپل وخت ونه رسیږي، ښایي د هغه هیواد میلونونه کسان په را روان ژمي کې د حادې لوږې سره مخ شي.

میرمن هورن ویلي چېد متحده ایالاتو دا مرستې به د ملګرو ملتونو سازمانونو او غیرې حکومتي ادارو ته ورکول کیږي چې ۱۸.۴ میلیونه د خطر سره مخ افغانانو او د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې افغان کډوالو ته مرستې برابرې شي.

د سیګار په راپور کې ویل شوي چې د نړیوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو د مرستو ادارې (USAID) د روان کال د سپټمبر د میاشتې په ۲۲ مه وویل چې په افغانستان کې یې خپل ټول فعالیتونه چې د حکومت سره اړیکې هم پکې شاملې دي، ځنډولي دي. دې ادارې د خپلو ټولو شریکباڼو نه غوښتي چې هیڅ ډول فعالیتونه دې نکوي.