سمر: یواړخیز اوربند سوله نه راولي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، چې اوربند د سولې په معنی نه دی او یواړخیز اوربند په دغه هیواد کې سوله نه شي راوستلی.

د بشري حقونو د کمیسیون مشرې سیما سمر د یکشنبې په ورځ (زمري ۱۴) د دغه کمیسیون د پنځه کلنې تګلارې د وړاندې کولو په غونډه کې وویل، سوله هغه وخت راتلی شي چې په عدالت او کرامت کې ژوند کول تامین شي.

سیما سمر زیاته کړه، چې یواړخیز اوربند به د سولې خبرو اترو او مذاکراتو ته لار هواره کړي خو سوله راوستلی نه شي.

هغې وویل "دا سمه ده چې د سولې د مذاکراتو یو شرط او پیلامه اوربند دی، خو د دوامداره پراختیا لپاره دوامداره سولې ته اړتیا ده چې دا دواړه له یو بل سره ډیر تړلي دي".

د سیما سمر پر وینا، په افغانستان کې د سولې د راتګ اصلي راوستونکي عام خلک دي.

هغې په خلکو غږ وکړ چې له "تبیعض او جنجال" پرته دې د سولې د راوستلو لپتاره لاسونه یو کړي.

تیره ورځ د افغانستان د عالمانو شورا له افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو څخه وغوښتل، چې د لوی اختر د رارسیدو په ویاړ دایمي اوربند اعلان کړي.

د دغې شورا رئیس قیام‌الدین کشاف وویل "پیشنهاد کوو چې د مبارک لوی اختر د رارسیدو په ویاړ دې دواړه خواوې اوربند اعلان کړي او موقتي نه، دا اوربند دې پسې وغځیږي ترڅو چې د سولې لپاره د مذاکراتو کولو زمینه مساعده شي".

له دې وړاندې هم د افغانستان د عالمانو شورا له افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې وه، چې دواړو خواو د عالمانو د شورا دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه او د وړوکي اختر په ورځو کې یې اوربند وکړ.

له دغه اوربند څخه په کور دننه او بهر پراخ ملاتړ او هرکلی وشو.