نږدې دوه نیمو کلونو کې ۳۶  افغان خبریالان وژل شوي ـ آر اس ایف

د بې‌پولې خبریالانو ټولنه (آر اس ایف) وايي، چې په تیر یو کال کې په افغانستان کې د ناامینو په زیاتیدو سره، له رسنیو او خبریالانو سره د تاوتریخوالي په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

دغې ټولنې په افغانستان کې د خبریالانو امنیت ته د ګواښونو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په تیرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې ۳۶ افغان خبریالان وژل شوي دي.

آر اس ایف په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دغه شمیر خبریالانو د وسله‌والو طالبانو او داعش ډلې له خوا په ترسره شویو بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې په یوه اونۍ کې د ۱۱ افغان خبریالانو وژل کیدل بې‌ساری او د اندیښنې وړ مسله ګڼلې ده.

دغې تولنې د ثور میاشتې په لسمه د کابل ښار په شش‌درک سیمه کې پر خبریالانو باندې خونړي برید ته په اشارې ویلي "په دوو ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې لږ تر لږه ۹ خبریالان ووژل شول او ۶ تنه نور ټپیان شول. په دویمه چاودنه کې په مستقیم ډول خبریالان په نښه شول، پر خبریالانو دا برید د طالبانو له سقوط وروسته تر ټولو وژونکی برید وو".

همدا شان په اعلامیې کې ویل شوي، چې ناپیژندو وسله‌والو په دغې اونۍ کې د خوست او کندهار ولایتونو دوه خبریالان په ډزو وژلي دي.

دغې ټولنې په فراه ولایت کې د وروستیو ناامنیو په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دغه ولایت کې د یو شمیر خبریالانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

په اعلامیې کې دغه راز راغلي، چې په دې موده کې یو شمیر خبریالان د افغانستان د امنیتي ځواکونو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ شوي او همدا شان غیرمسوله وسله‌والې ډلې چې د حکومت، جنګ‌سالارانو او یو شمیر والیانو له خوا یې ملاتړ کیږي، د رسینو او خبریالانو د ځپلو او ګواښلو په اصلي عاملینو بدل شوي دي.

دغې ټولنې اندیښنه ښودلې، چې په سیمه‌ییزو رسنیو کې د غیرمسوله وسله‌والو او مافیایي ډلو د فعالیتونو په اړه د ریپوټونو او خبرونو خپرول ناممکنه شوي او ان د افغانستان په کچه رسنۍ هم په دې برخه کې له ریپوټ ورکولو څخه ډډه کوي.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د افغانستان او ایران د دفتر مسول رضا معیني ویلي "موږ د حکومت چارواکي، د خبریالانو د امنیت تضمینولو او د خلکو د خبرولو په برخه کې، د خپلې دندې ترسره کولو ته رابولو. غیرمسوله وسله‌والې ډلې اوس د رسنیو د ځپلو پر یو اصلي لامل بدل شوي دي. د افغانستان دولت باید دغه ډلې مهار کړي".

د دغې ټولنې پر وینا، د افغانستان په ځینو سیمو کې یو شمیر والیان او سیمه‌ییز زورواکي شخصي پوځ لري، چې له امله یې په دغو سیمو کې له قانون څخه د معافیت فضا حاکمه ده.

افغان حکومت تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.