هلمند کې د یوې کورنۍ ۶غړي د هاوان په ګولۍ وژل شوي

افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې په جګړو کې د ملکیانو مرګ ژوبله ډیره شوې ده.

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې تیره شپه (وږي ۱۸ مه) د ملکي خلکو پر یوه کور د هاوان د ګولی د لګېدو په پېښه کې ۶ تنه ملکي کسان وګړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي ، چې تول د یوې کورنۍ غوي دي.

د هلمند ولایتي چارواکي وايي، پېښه تېره ماخستن د دغه ولایت د ګرشک د ولسوالۍ دیخچال په سیمه کې رامنځ ته شوې.

امنیتي چارواکې وايې چي د هاوان ګولۍ د دولت د وسله والو مخالفو طالبانو له لوري پر دغه سیمه توغول شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د پېښې ټپیان د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت يې نازک دی.

ښاغلي ځواک وویل " تېره ماخستن څه باندې نهه بجې د یخچال په سیمه کې د ملکي خلکو پر یوه کور د طالبانو دا توغندی لګېدلې چې ۶ تنه پکې شهیدان او ۶ نور چې ټول د همدې یوې کورنۍ غړي وو ټپیان شوي".

ځواک وايې چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي..

خپله وسله والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

ګرشک ولسوالۍ د لښکرګاه په شمال کې د کندهار – هرات پر لویه لار پرته ګڼ میشتې ولسوالي ده، چې د هلمند د نورو برخو په پرتله يې امنیتي وضعیت نسبتآ ښه دی.