بلوچستان کې د ترافیکي پيښې له امله شپږ کسان مړه او ۲۸ ټپيان شوي

عکس:ارشیف

د بلوچستان ایالت په قلعه سیف الله سیمه کې د یو مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله شپږ مسافر مړه شوي او شاوخوا ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستاني چاوراکو د معلوماتو په اساس دا مسافر وړونکی بس له کوټې څخه خیبرپښتونخوا ته روان و چې د قلعه سیف الله په «تورو وسکي» سیمه کې یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی.

د امریکا غږ ډېوې څانګې په قلعه سیف الله کې د عبدالناصر په نوم پاکستاني چارواکي له قوله ویلي چې دغه پېښه تیره شپه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د پيښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د سیمې نژدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

پاکستاني چارواکو په دغه ترافیکي پېښه کې د نهه تنو ټپي شوو کسانو روغتیايي حالت خراب بللی دی. ویل کیږي چې په دغه مسافر وړونکي بس کې سپاره کسان شعیه زیارت کوونکي و.

پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې زیات وخت پکې د ترافیکي پېښو له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د راپورنو له مخې په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې یوازي په بلوچستان کې د ترافیکي پېښو له امله ۴۴۱ کسان وژل شوي او ۲۳۸۰۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

په پاکستان کې وخت ناوخت دا ډول ترافیکي پېښې کیږي او انتقاد دا دی چې په لېرو پرتو سیمو کې اکثریت لارې او سړکونه پاخه او معیاري نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ میلادي کال په جولای میاشت کې په ډېره اسماعیل خان سیمه کې یوې ژورې کندې ته د یو مسافر وړونکي بس لوېدو پېښه کې ۱۹ کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي و.