ډایکنډي کې ۶ تنه په ترافیکي پېښه کې مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان دي

د ډایکنډي سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ په راموک کلي کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسه مړه شوي او لس نور ټپيان دي.

د ډایکنډي د امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیر رحمت‌الله ابراهیمي د شنبې په ورځ د مې په نهمه (غويي۲۰) امریکا غږ ته وویل چې په مړو شوو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

هغه زیاته کړه: "فلانکوچ ډوله موټر چې په کې ۱۷ سپرلۍ وې د شهرستان ولسوالۍ په راموک کلي کې د ډریور د بې‌احتیاطۍ له امله نسکور شوی دی".

رحمت‌الله ابراهیمي دغه راز د سرکونو خرابوالی په دغه ولایت کې د ترافیکو پېښو بل عمده لامل یاد کړ.

د ډایکنډي د عامې روغتیا رئیس اسحق علي درمان د یو شمیر ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او زیاته کړې ده چې ښايي د مړو شویو کسانو په شمیر کې زیاتوالی راشي.

د هغه پر وینا ټپیان د شهرستان ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او ژر به د ولایت مرکزي روغتون ته انتقال شي.