نړۍ کې ۴٥ میلونه انسانان د مریتوب ژوند تیروي

د یوه رپورټ په اساس چې د سه شنبی په ورځ د مريانو د نړیوال شاخص په نامه مؤسسې له خوا خپور شوې دی، په نړۍ کې څه باندې پنځه څلویښت ملیونه خلک د نوي عصر مريتوب سره مخامخ دي.

ازبکستان او هند هغه هیوادونه دي چې په کې د مريانو شمېر د نورو ټولو ملکونو په پرتله ډېر دی او هم یې په نفوس کې د مریانو تناسب ډېر دې. دا ځکه چې د هند او ازبکستان وګړي د دولت له خوا نه په جبري توګه د پنبی ټولولو په کار مجبوریږي.

شمالي کوریا هم د دغه لیست په سر کې ده او دا ځکه چې په دغه هیواد په زندانونو کې جبري شاقه کارونه او جنسي تجارتي اعمال تر سره کیږي او په گاونډیو هیوادونو کې ښځي په زور او جبر واده کیږي.

دا سروې ښيی چې یو شمیر هیوادونو کې ښځي په زور او جبر واده کیږي.


خو په شتمنو هیوادونو کې د داسي مریانو شمېر کم دی. په دې لړ کېې د نړۍ په١٢ ملکونو کې دا کچه تر ټولو ټیټه ده او هغه د لویدیځی اروپا، امریکا، کاناډا، اسټرالیا، نوې زیلانډ غوندې هیوادونه دي. خو دا هم د وېلو ده چې په دغه راپور کې د هیوادونو کلنی عاید هم په نظر کی نیول شوی دې چې په ترڅ کې یی دا معلومه شوی ده چې د قطر. سنګاپور، کویټ، بروني، هانګ کانګ، سعودي عربستان، بحرین، عمان، جاپان او جنوبي کوریا غوندې هیوادونو په دې برخه کې ډېر کار کړیدې سره له دې چې دا هیوادونه د نورو هیوادونو په پرتله بډای او د نسبي ثبات نه برخمن دي


په دغه راپور کې امنیت او د وګړو حقوقو ته د درناوي په شان نورو ډېرو برخو ته هم پام اړول شوې دې چې په کې د ژوند بنیادي اړتیاوې لکه: خوراک څښاک، روغتیا، د کډوالو بهیرونه، د هغوی بیځایه کیدل او د جګړې اغیزې شاملی دي.


په دغه راپور کې یو سل او اوه شپېته ملکونه د څیړني لاندی نیول شوي وو. یواځې د افغانستان، عراق، لیبیا، سوریې او یمن هیوادونه په دغه لیست کې شامل نه دي چې وجه یی په دغو هیوادونو کې روانه جګړه ښودل شوی ده.