د واورو او باران له کبله د سالنګونو او کابل ـ غور لارې بندې شوې

د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت وايي، د درندې واورې او تندو طوفانونو له امله د سالنګونو لار د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ بند شوې ده.

یاد وزارت نن چهارشنبه جنورۍ یوولسمه (مرغومې ۲۱) په یوې اعلامیې کې له ټولو موټر چلوونکو او خلکو څخه غوښتي چې د دغه وزارت تر بیا خبرتیا پورې پر دغه لار لویه لار له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د فواید عامې وزارت زیاته کړې: "د سالنګ لویه لار د واورې د سخت او طوفاني اورښت له امله بنده شوه."

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل هڅه کوي چې د واورې اورښت له کمېدو سره دا لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیزي.

د سالنګونو لویه لار نهه شمالي ولایتونه د افغانستان د جنوب او ختیځ سره نښلوي چې تر دې مخکې هم د واورې ورېدو سره څو ځله د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

دا په داسې ده چې د افغانستان په شاوخوا ۲۱ ولایتونو کې د تېرې ورځې راپدېخوا سخت بارانونه او واوره پيل شوې ده.

دغه وزارت همدارنګه زياته کړې چې په بامیانو ولايت کې د حاجي ګک، شاطو او اقرباط کوتلونو ترڅنګ د ابقول کرمان او د ورس پل لارې هم د واورو ورېدو له امله د تګ راتګ پرمخ بندي شوي دي.

همدارنګه په بادغيس ولایت کې د سبزک کوتل، په بغلان ولايت کې د شیخ جلال او فلفي کوتلونه او په سرپل ولايت کې د بلخاب ولسوالۍ د قُم کوتل لار د ترافیکو پرمخ بنده شوې ده

پر همدې مهال د غور ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکو د درندو واورو له امله د کابل ــ غور ترمنځ د لویې لارې بندېدو خبر هم ورکړی دی.

باختر دولتي خبري آژانس د غور والي د ویاند عبدلواحد حماس له قوله ویلي چې د کابل ـ غور لویه لار او له مرکز فيروزکوه سره د دغه ولايت د شپږو ولسواليو لارې د تېرې شپې واورې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

په غور کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو همدارنګه ویلي چې د دغه ولایت اړوند په «بکک» کوتل کې په واورو کې بند پاتې اووه تنه مسافر هم ژوندي ژغورل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا پيژندنې ملي ادارې نن چهارشنبه د افغانستان په ٢١ ولايتونو کې د سختو بارانونو او واورې اورېدو اټکل کړى دى٠

په دغه ولايتونو کې هرات، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، پنجشېر، پروان، غزنی، پکتیکا، بامیان، دایکندي، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او سالنګونه شامل دي٠

د يادې ادارې د معلوماتو په اساس د اورښت کچه په بېلابېلو سيمو کې له ۱۰څخه تر۳۰ ملي مترو او د واورې کچه په بېلابېلو سيمو کې له ۱۰ څخه تر ۴۰ سانتي مترو پوري وي٠

د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې همدارنګه د روانې اونۍ په پاې کې د لوېدیځ او شمال لوېديځ لورې څخه هيواد ته د هوا یوې يخې څپې د رارسېدو خبر هم ورکړى دى٠

په دغه خبرتيا کې ويل شوي چې دغه يخه هوا تر ډېره د افغانستان لوېديځ ، شمال لوېديځ، شمال ختیځ او مرکزي سیمې تر اغېز لاندې راولي چې زيات ولایتونه به له دی امله ده پام وړ یخنۍ سره مخامخ وي٠