د کابل-بامیان لویه لاره د درنې واورې ورېدو له کبله تړل شوې

د کابل په شمول، پروان او شمېر نورو مرکزي ولایتونو کې د سږني ژمي واورې وریدلي دي.

د بامیانو او میدان وردګ ولایت چارواکي وايي تېرو دوو ورځو کې د درنې واورې ورېدو له کبله د کابل بامیان لویه لاره تړل شوې ده.

د بامیانو د ټولګټو چارو ریاست مرستیال غلام نبي قنبري نن جمعه (د مرغومې ۱۳مه) امریکا غږ ته وویل چې لاره د حاجي ګک کوتل په سیمه کې بنده شوې او خلاصولو لپاره یې هڅې روانې دي خو تېزو بادونو د دوی کار ستونزمن کړی دی.

ښاغلي قنبري زیاته کړه: "د بامیان ټولې لارې خلاصي دي خو د تېرې ورځې راهیسي د حاجی ګک کوتل د درنې واورې ورېدو له کبله تړل شوې ده."

هغه زیارته کړه چې د شیر، شاتو او کرمان کوتلونه اوس مهال د ټرافیکو پر مخ خلاص دي خو د قونان پر کوتل تګ راتګ لږ ستونزمن دی.

د کابل بامیان لویې لارې یو موټر چلوونکی محمد تقي امریکا غږ ته وویل چې له درې ورځو را په دېخوا هیڅ موټر د حاجی ګک له کوتل نه ندی اوښتی او لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

په همدې حال د بامیان، دایکندي او میدان وردګ ولایتونو چارواکو امریکا غږ ته وویلي چې د ژغورنې ډلې د لارې په خلاصولو بوختې دي او په تړل شویو لارو کې پاتې مسافرین ژغورل شوي‌ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل په شمول، پروان او یو شمېر نورو مرکزي ولایتونو کې د سږني ژمي واورې وریدلي دي.

د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې ریاست چارواکي هم وايي چې له تېرو درې ورځو را په دېخوا شمالي او جنوبي سالنګونو کې درنې واورې ورېدلي دي خو لاره د ټرافیک پر مخ خلاصه ده.

د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې اجراییوي مشر سمیع الله ولي زاده امریکا غږ ته وویل:

"له تېرو درې ورځو نه تر نن سهار پورې سالنګ کې درنې واورې وورېدې. پرون د غرمې وروسته ورسره شدید طوفانونه هم پیل شول. زموږ د ژغورنې ټیمونه په کار بوخت دي چې لاره خلاصه وساتي. اوس مهال د ټیلري موټرو نه بغیر ټول موټرونه کولی شي له سالنګ نه واوړي."

دغه ریاست دا هم وايي چې موټر چلوونکي دې د ژمي اړوند وسایل له ځان سره ولري او ټاکل شوي قواعد دې مراعات کړي.